fbpx

د ننګرهار د پېښې څېړنې لپاره د پلاوي ټاکل کېدو غوښتنه شوې

خبریال وېبپاڼه / ۵ سپټمبر ۲۰۱۹ – تېره شپه ناوخته په ننګرهار ولایت جلال اباد ښار کې د صفر دوه ځواکونو له لورې د شپنیو ړندو عملیاتو له امله د یوې کورنۍ څلور تنه غړي شهیدان شوي دي.

په شهیدانو کې د یادې کورني ټول غړي له یو بل سره ورونه دی چې قاضي قادر، جهانزیب زاخېلوال، صبور زاخېلوال او بهادر زاخېلوال پکې شامل دي. ویل کېږي دا يوه ملي کورنۍ وه چې دافغانستان او نظام نه يې ملاتړ کاوه .

سرچینې وایي، چې څلور واړه ورورنه ، د مشر ورور حاجي بهادر د حج راتګ په مناسبت کور کې سره په خوښۍ راټول شوي وو، خو د صفر دوه قطعې ځواکونو له لوري په شهادت رسول شوي دي.

د یادو څلورو ورونه خپلوانو او ولسي وګړو نن لاريون هم کړی دی او جسدونه يې د ننګرهار ولایت ولايت مقام مخې ته راوړي وو دوی له ولایتي ادارې وغوښتل چې ژر تر ژره دې د دې پېښې پلټنه وکړي.

ننګرهار ولایتي اداره هم په رامنځته شوې پېښه خواشینې ښودلې او د ننګرهار والي ولسمشر غني ته وړانديز کړی، ترڅو یو لوړ پوړی پلاوی د دې قضیې د څېړلو په موخه را ولیږي او په راتلوونکې کې د ورته ناوړه پېښو مخه ونیسي.

د خبریال ډاټ کام سرچینې وایې، چې د پېښې د څيړنې په موخه لوړ رتبه پلاوی دې ولايت ته پر لاره دی او ډیر ژر به د پېښې علتونه معلوم شي.

بلخوا د ولسمشر ستر سلاکار ضياء الحق امرخېل وایې،
په جلال اباد کې د څلورو ورونو شهیدانول یو ستر ظلم دی، دغه شان ظلمونه خلک پر دولت بې باوره کوي او شته فاصله نوره هم زیاتیږي.

امرخېل په خپله فسبوک پاڼه لیکلي د دې پېښې عاجله او ژوره پلټنه په کار ده او د قاتلانو علني محاکمه.

د نوموړي پر وینا زموږ لپاره اصلي سرې کرښې د ولس ژوند دی، هره ډله او هر څوک چې د ولس ژوند ته خطر پیښوي؛ مردود او د بخښلو وړ نه ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار هم ویلي دا څلور واړه زلميان چې له هېڅ کومې دولت ضد ډلې سره يې تړاو نه درلود بلکې بيخي بېګناه وو او ددې وطن او خاورې کلک مدافعين او ملاتړي وو.

د مسلمیار پر وینا په دغه ډول خپلسريو شپنيو عملياتو کې تل همدغسې بې ګناه ملکي وګړي په نښه کيږي، بايد نور ددغه ډول عملياتو مخنيوی وشي او زه د تېرې شپې دغه خپلسري او ړانده عمليات په سختو او کلکو ټکو غندم.

د ننګرهار مدني فعالان هم وايي، په دې وروستیو کې په ننګرهار ولایت کې صفر یو او صفر دوه قطعې خونړي عملیات ترسره کوي، چې تر ډېره ملکیانو ته مرګ ژوبله پکې اوړي.