fbpx

کورنیو چارو وزارت: د کابل په نننۍ چاودنه کې لس ملکیان شهیدان شوي

خبریال وېبپاڼه / ۵ سپټمبر ۲۰۱۹ – د کورنیو چارو وزارت وايي، نن سهار د کابل ښار په شش درک سیمه کې موټر بم برید ګڼو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده او یو شمېر ملکي موټر هم تخریب شوي دي.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي، د کابل ننني خونړي بريد کې لس تنه ملکي وګړي شهیدان شوي او ۴۲ نور ټپيان دي.

نصرت رحیمي ویلي، چې په دغه برید کې تر دولسو پورې د ملکي وګړو موټرې هم زیانمې شوي دي.

په ټولنیزو رسنیو د برید یوه ویډیو هم خپره شوې ده په ویډیو کې ښکاري چې د برید ځای د لومړي مکروریان په عمومي سړک د شش درک سړک سره نږدې د ملي امنیت د ځواکونو د یوې امنیتي پوستې سره نږدې ښودل شوی دی.

د ننني برید مسوولیت هم وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی دی.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې برید د ملي امنیت د استخباراتو څلویښتم ریاست په قراول کې د بهرنیانو د موټرو په یوه کاروان شوی دی.

هغه ادعا کړې، چې په دې برید کې یې د خارجيانو ۳ لنډکروزر موټر ویجاړ کړي ۱۲ بهرنیان او ۸ د ملي امنیت منسوبین پکې وژل شوي دي.

دا چې د کابل په یاد برید کې رښتیا هم بهرنیو او افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې که نه، د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي یې په اړه څه نه دي ویلي.

په شش درک کې دا برید په داسې مهال ترسره کېږي چې له دې وړاندې وړمه ورځ هم وسله والو طالبانو په کابل کې نهمې امنيتي حوزې اړوند د ګرين ويلج په نوم د بهرنیانو په یوه کمپ وسله وال برید کړی وو.

د ګرين ويلج په نوم کمپ باندې هم په برید کې۱۶ تنه ملکیان شهیدان شوي او ۱۱۹ تنه نور پکې ټپيان شوي وو.

هغه وخت د کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې د ګرین ویلج په برید او چاودنه کې بهرنيانو ته ډیر زیان نه وو اوښتی او ټولټال ۴۰۰ بهرنیان د افغان ځواکونو له لوري په خوندي ډول ژغورل شوي وو.

خو وسله والو طالبانو په دغې کمپ په ډله ییز برید کې د ګن شمیر بهرنیانو د وژلو ادعا کړې وه.