fbpx

قریشي: عربي هېوادونه د کشمیر په مسئله کې د پاکستان ملاتړي دي

خبریال وېبپاڼه / ۵ سپټمبر ۲۰۱۹ – پاکستان وایي عربي هېوادونه د کشمیر په وروستۍ کړکېچنه مسئله کې د دوی تر څنګ ولاړ دي.

تېره ورځ د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیرانو پاکستان ته سفر کړی دی او له ګڼو پاکستاني چارواکو سره یې کتلي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي، چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره په ناسته کې سعودي او عربي اماراتو په دغې مسعله کې له پاکستانه ملاتړ اعلان کړی دی.

شاه محمود قریشي زیاتوي، سعودي عرب او اماراتو د کشمیر د مسعلې په اړه د پاکستان ترڅنګ ولاړ دی او خپله همکاري به په هیڅ ډول نه سپموي چې دا ملاتړ به پاکستان نور هم ډاډه کړي.

دغو وزیرانو د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي ترڅنګ د نورو چارواکو سره هم لیدلي دي او په ډیرو مسایلو یې بحث کړی دی.

عربي متحدو امارات چې د خلیج یو تر ټولو مهم او اغېز ناک هېواد بلل کېږي لومړي وزیر نرېندرا مودي ته یې د دغه هېواد تر ټولو هغه ستر ملکي (زاید مډال) هم ورکړی و.

دغه راز د اګست پر ۲۶ مه نېته هم یو مېډال د بحرین پاچا حماد بن عیسی مودي ته د دوه هېوادونو تر منځ د اړیکو د ښه کولو د هڅو له امله ورکړی دی.

د اماراتو او بهرین مېډال پاکستانیان سخت پارولي دي
په داسې حال کې چې هند د کشمیر ځانګړې خپلواکي ختمه کړې، پاکستانیانو له دواړو هېوادونو د دغسې یو کار تمه نه درلوده.

په همدې حال کې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د هند حکومت تازه اقدام پر ضد د اسلامي هېوادونو یو موټی کولو لپاره د پاکستان لومړی وزیر عمران خان هلې ځلې کوي.

د هند او پاکستان ترمنځ وروسته له هغې ترینګلتیا زیاته شوه کله چې نوې ډېلي له هندي کشمیر د کورواکۍ ځانګړی امتیاز واخیست او په دې سیمه کې یې اضافي امنیتي تدابیر ونیول.

د همدې کړکیچ له امله د سپټمبر پر دریمه نېټه د پاکستان لومړی وزیر عمران خان ویلي وو، هند سره به د کشمیر مسئله د جنګ نه بلکې د خبرو له لارې حل کړي.

د لومړي وزیر عمران خان په خبره کله چې دی واک ته ورسېد د خپلې کاري ورځې د پیل څخه یې تر دې دمه له هند سره اړیکي ښې غوښتي دي، خو هند تر اوسه مثبت ځواب نه دی ورکړی.

عمران خان وایي، دی دې ته تیار نه دی چې لومړی له هند سره جګړه پیل کړي ځکه دواړه اټومي قدرتونه دي او ټولې نړۍ ته زیان رسولی شي.

نوموړي یو ځل بیا په هندي حکومت غږ وکړ چې په کشمیر کې دې له کشمکشونو لاس واخلي او د کشمیریانو ځانګړو حقوقو ته دې پام وکړي.

د یادولو ده په کشمیر کې دا مهال حالت ترینګلي دي او یوځل بیا د پاکستان او هند ترمنځ د جګړې او تاوتریخوالي ویره شته.