fbpx

راشد خان يو بل ریکارډ هم جوړ کړ

خبریال وېبپاڼه / ۵ سپټمبر ۲۰۱۹ – د افغانستان کریکټ ملي لوبډلمشر راشدخان په نړۍ کې تر ټولو کم عمره لوبغاړی وشمیرل شو چې په ټيسټ لوبو کې د لوبډلې مشري ترسره کوي.

نوموړی د ۲۰ کالونو او ۳۵۰ ورځو په عمر سره د بنګله دېش خلاف په روانه ټيسټ لوبه کې راښکاره شو.

کله چې نوموړی د بنګله دېش خلاف د ټيسټ لوبې لپاره میدان ته د پچې اچونې لپاره راووت، نوموړي د زمبابوې پخواني لوبغاړي ټاټېنډا ټېبو هغه پنځلس کلن ریکارډ هم مات کړ، چې په ټيسټ کریکټ کې يې په کم عمر سره د لوبډلې مشري ترسره کړي وه.

ټېبو د ۲۰ کالونو او ۳۵۸ ورځو په عمر سره په ۲۰۰۴ کال کې د سريلانکا خلاف د يوه کپتان په توګه په ټيسټ لوبو کې د لوبډلې مشري ترسره کړي وه او د راشدخان څخه يې، يوازې اته ورځې په زیات عمر کې د لوبډلې مشري ترسره کړي وه.

په کم عمر کې د لوبډلې مشرۍ ترسره کولو په لیست کې بيا د هند پخوانی لوبغاړی منصورعلي خان دریم مقام لري، نوموړي د ۲۱ کالونو په عمر سره په ۱۹۶۲ ميلادي کال کې د ويسټ انډیز خلاف په لوبه کې د لوبډلې مشري ترسره کړي وه.

نوموړي د پچې اچونې پر مهال وويل: دا زما لپاره ستر ویاړ دی چې په کم عمر کې د لوبډلې مشرۍ دنده پرمخ وړم. هڅه به مو دا وي چې ښه لوبه وکړو،او د لوبې څخه خوند واخلم.

له دې وړاندې راشدخان په يو ورځنیو لوبو کې هم په کم عمر سره د لوبډلې مشري ترسره کړي ده.

نوموړي د ۱۹ کالونو او ۱۶۵ ورځو په عمر سره د سکاټلینډ خلاف په يو ورځنیو لوبو کې هم د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې مشري ترسره کړي وه.

د بنګله دېش خلاف ټيسټ لوبه چې د افغانستان دریمه ټیسټ لوبه ده، پکې