fbpx

لومړنی افغان لوبغاړی چې په ټېست کرکټ کې یې سلیزه جوړه کړه

خبریال وېبپاڼه / ۵ سېپټمبر ۲۰۱۹ ـ د افغانستان او بنګله دیش ملي لوبډلو ترمنځ د یوازنی ټسټ لوبې لومړی ورځ د افغانستان په ګټه پای ته ورسېدله چې افغانستان د ۵ لوبغاړو په سوځیدلو سره پکې ټولې ۲۷۱ منډي جوړي کړي دي.

دا سیالي نن د بنګله دېش په کوربه توب د دې هېواد په چاټوګرام ښار کې پیل شوه، افغان لوبډلې په دې لوبه کې پچه وګټله او خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، که څه هم افغان لوبډلې په ۷۷ منډو کې درې لوبغاړي له لاسه ورکړل، خو رحمت شاه او اصغر افغان ښکلې لوبه وکړه او په خپلو کې یې د ۱۲۰ منډو ملګرتیا وکړه. رحمت شاه د دې لوبې په لومړۍ پاڼې کې ۱۰۲ منډې جوړې کړې او لومړنی افغان لوبغاړی شو چې په ټېست کرکټ کې یې د سلیزې جوړولو ریکارډ په خپل نوم کړ.

د رحمت شاه ترڅنګ پخواني لوبډلمشر اصغر افغان هم په ټېست کرکټ کې خپله دویمه پنځوسیزه جوړه کړه او اوس هم په ۸۸ منډو باندې د افسر ځاځي ترڅنګ په میدان کې ولاړ دی افسر هم ۳۵ ناسوځېدلې منډې جوړې کړي دي چې دواړه به سبا ورځ یو ځل بیا د لوبې پیلولو لپاره راښکته شي.

د بنګله دېش لپاره په توپ اچونه کې تاج الاسلام او نعیم جسن د افغانستان دوه – دوه لوبغاړي له مخې پورته کړ، دغه راز محمد الله هم یو لوبغاړی وسوځوه.

د افغانستان کریکټ ملي لوبډلمشر راشدخان هم په نړۍ کې تر ټولو کم عمره لوبغاړی وشمیرل شو چې په ټيسټ لوبو کې د لوبډلې لوبډلمشري ترسره کوي.

نوموړی د ۲۰ کلوونو او ۳۵۰ ورځو په عمر سره د بنګله دېش خلاف په روانه ټيسټ لوبه کې راښکاره شو.

کله چې نوموړی د بنګله دېش خلاف د ټيسټ لوبې لپاره میدان ته د پچې اچونې لپاره راووت، نوموړي د زمبابوې پخواني لوبغاړي ټاټېنډا ټېبو هغه پنځلس کلن ریکارډ هم مات کړ، چې په ټيسټ کریکټ کې يې په کم عمر سره د لوبډلې مشري ترسره کړي وه.

په دي لوبه کي د افغانستان لپاره په یوولس کسیزه لوبډله کې ابراهیم ځدراڼ، احسان الله جنت، رحمت شاه، حشمت الله شاهدي، محمدنبي عیسی خیل، اصغرافغان، افسرځاځی، راشدخان، قیس احمد، یمین احمدزی او ظاهر خان شامل دي.

یاده دي وي چي دا ټسټ لوبه د ابراهیم ځدراڼ، قیس احمد او ظاهرخان لپاره لومړۍ لوبه ده

د کرکټ شنونکي وایي، د رحمت شاه او اصغر افغان د ښه لوبي له امله تر دي دمه ملي لوبډله پر سیالي لوبډلي یو څه برلاسی ښکاري چې ممکن بنګله دېش له ماتې سره مخ کړي، خو دا به وخت ثابته کړي.

افغانستان د ټيسټ غړیتوب ترلاسه کولو وروسته يوازې دوه ټيسټ لوبې کړي دي چې لومړۍ ټيسټ لوبه يې په ۲۰۱۷ کال کې د هند خلاف ترسره کړې وه او د ۲۶۲ منډو په توپير يې بايلوده.

دغه راز یې وروستۍ ټيسټ سيالي د تېر کال په مارچ مياشت کې د هند په ډهريدوان کرکټ لوبغالي کې د ایرلینډ خلاف ترسره کړه چې په اوو ويکټو يې پکې ستره بریا خپله کړه او له همدې ځایه یې د ټېسټ بری ثپت کړ.