fbpx

د صفر دو قطعې د عملیاتو قومانده څوک ورکوي؟

خبریال وېبپاڼه / ۵ سپټمبر ۲۰۱۹ – “صفر دو قطعه” په ننګرهار کې له اوږدو کلونو راهیسې عملیات کوي او ډېر کله پکې ولسي خلک مري یا ژوبلېږي.

دا قطعه راسآ د امریکایانو په دستور عملیات کوي.

په خوست، کندهار او ننګرهار دریو ولایتونو کې دغه ډول ځواکونه شته دی چې د ملي امنیت له مشورې پرته عملیات کوي.

ملي امنیت د صفر دو له عملیاتو څه وخت خبرېږي؟

یو وخت ننګرهار کې دا وړ پېښې چې دغو ځواکونو کولې زیاتې شوې، د یو خبریال په حیث مې دا لټه پیل کړه چې که عملیات له ملي امنیت سره په همغږۍ کېږي نو ولې ولسي مرګ ژوبله؟

هغه وخت په چپرهار،بټي کوټ، هسکه مېنه،او روداتو کې داسې پېښې وشوې چې مرګ ژوبله یوازې ولسي خلکو ته اوښتې وه.

هماغه وخت مې د ولایت یو لوړپوړی چارواکی مې وپوښت، ویې ویل:(( دا عملیات زموږ د حکومت له همغږۍ پرته کېږي، څو واره مو وویل چې ملکیان وژني، خو حد اقل دا موقع هم نه برابرېږي چې له دغو خلکو پوښتنه وکړو چې اخر ولې؟))

د ملي امنیت ادارې یو مسول کس مې وپوښت، ویې ویل:(( دا قطعه په خپل سر عملیات کوي، کله چې عملیات وکړي نو بیا ورسته ملي امنیت ته خبر وکړي چې دغسې یو کار مو وکړ))

وروسته مې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د ختیځ برخې مشره صبرینه حمیدي وپوښتله، ډېرې جالبې او دردوونکې یې وویلې.

لسګونه داسې بېلګې یې راته مخې ته کېښودې چې پکې ولسي خلک شهیدان شوي وو، ویل یې دغو ځواکونو ډېر ولسي خلک (شکنجه ) کړي هم دي او موږ سره یې دوسیې ثبت دي.

ما ترې وپوښتل کله مو مخامخ ناسته کړې چې له مشر یې وپوښتنئ دا عملیات ولې کوي؟

جواب یې عجیبه و، ویل یې(( دا څو کاله کېږي چې موږ هڅه کوو د صفر دو ځانګړو ځواکونو یو مسول کس پیدا کړو چې موږ سره د دغو قضیو او خپلسرو عملیاتو په اړه وغږېږي، خو تر اوسه لا کیسه هماغسې پاتې ده))

ما ویل نو والي او نور چارواکي دا زمینه نه شي برابرولای؟

ویل یې هغوی هم تر اوسه په دې څه نه دي بریالي شوي.

د معصوم ستانکزي استعفی په څه معنی؟

جلال اباد کې د سپټمبر پنځمې شپې پېښه چې جلال اباد کې وشوه او صفر دو پکې څلور ورونه په خپل کور کې ووژل له امله یې د ملی امنیت عمومي رییس معصوم ستانکزي استعفی وکړه او ولسمشر ومنله.

عجیبه ده!!

عملیات کوونکي ځواکونه خپلسري عملیات کوي، والي،د امنیت رییس او نور چارواکي نه خبروي او نه ترې پوښتنه کولی شي، نو استعفی یې په څه معنی کېدای شي.

افغان ولسمشر په دې ښه خبر دی چې دغسې خپلسري عملیات نوي نه دي او نه هم ملي امنیت په جریان کې کېږي، ولسمشر هم پرې ښه خبر دی نو ولې یې غم نه خوري؟

دا د ولس په سترګو کې د خاورو له شیندلو بله معنی نه شي کېدای.

که ولسمشر رشتیا هم غواړي دغسې عملیات بند شي نو ولس ته دې دا ټوله کیسه روښانه کړي او امریکا ته دې په ښکاره ټکو ووايي چې ولې داسې کوي؟

دا خبره هم د یادولو ده چې د صفر دو ځانګړو ځواکونو ځینې عملیات ډېر بریالي هم ثابت شوي او د داعش او طالب د سر قوماندانان یې هم وژلي دي، خو باید د د ولسي مرګ ژوبلې مخه ونیسي.

د ولس وژنې بیخي په بې رحمۍ روانې دي.

داعش، طالب،حکومت او امریکایانو ټولو د افغان بې ګناه خلکو په وژلو کې ککړ دي…

سباوون ارباب

Your SEO optimized title page contents