fbpx

د هيواد د ملي امنيت ادارې لپاره وړ کس ( حمد الله محب) 

خبريال ډاټ کام کابل/ ۶ سپتمبر ۲۰۱۹که څه هم په نوره نړۍ کې د هر لوړ رتبه چارواکي بديل لا له وړاندي سنجول شوی وي ، خو په افغانستان کې د حالاتو د ترينګلتيا ، کورنيو او بهرنيو فشارونو سره سره د هيواد کړکيچن صورتحال او بې باوره فضا د (بديل) فکر تر سيوري لاندي راوستی دی.

د افغانستان د ملي امنيت د لوی ريس معصوم ستانکزي له منفقي وروسته د هيواد ولسمشر او د هغه باوري کسان د ملي امنيت د ادارې پر نوي ريس بحث کوي.

بحث پر دې دی چې د ملي امنيت ريس بايد لوستی، ځيرک د افغانستان په ملي ګټو پوهه، ولسمشر او نظام ته ژمن ، په نړۍ والو اړيکو پياوړی او پر ځان حاکم کس وي.

د افغانستان ملي امنيت ته داسي څوک په کار دی چې تعصب ونه لري او د افغانستان ګټي ورته ارزښتمني وي.

که څه م د ملي امنيت د څوکۍ لپاره پر دريو مهمو کسانو بحث شوی چې يو تر ټولو مطرح کس يې حمدالله محب دی .

حمدالله محب ولي د ملي امنيت ادارې لپاره وړ کس دی ؟

حمد الله محب برتانوی افغان دی چې له بریتانیا سره ښې اړیکي لري او کولای شي چې د خپلو اړیکو په مټ د بریتانیا په منځګړیتوب یا په بله معنا په بریتانیا کې داسيلاوبيوکړي چې په افغانستان کې د پاکستان لاس وهنه را کمه کړي‌.

ښاغلی محب په امریکا کې ژورې اړیکي لري او ددې سره سره چې د افغانستان له پاره د امریکا د ځانګړياستازيزلميخلیلزاد د سوليپر بهیر د نیوکو له کبله یې له سپینيماڼۍ سره د اړیکو مزي سست شول ،خو بیا هم د امریکا بیلا بیلو سناتورانو ، او هم داراز لویو رسنیو د ښاغليمحب له موقف نه دفاع وکړه .‌

حمد الله محب د افغانستان د ګاونډیانو نیت پېژنياو دا هم ورته معلومه ده چې په څه ډول د لاوبینګ په صورت کې د افغانستان د ګاونډیانو ناوړه څېرې نړۍ والو ته په ډاګه کړي‌.

د مليامنیت سلاکار اوس مهال هم د بیلا بیلو ولایتونو دورې کوياو تر ډېره له ملياو دفاعيځواکونو سره لیده کاته کوي ، داسيښکاريچې هغه هم ښايي د مليامنیت له سلا کاريزیات د استخباراتيماموریت سره زیاته مینه ولري .

د حمد الله محب بله وړتیا داده چې له هیڅ قوم سره تعصب نه لرياو د افغانستان مليامنیت اداره ښايي مليکړای شي‌.

هم دا راز ښاغلی محب دافغانستان له دوست هیواد هند سره ښې اړیکيلرياو ښايي د دې اړیکو پر بنسټ د هند په مرسته دافغانستان د مليامنیت اداره لا نوره پیاوړې کړي‌.

هم دالله محب ته دا هم تر نورو ښاييزیات روښانه ويچې کومې امریکا ييادارې دافغانستان له مليامنیت سره مرسته کولای شي‌.

دا چې حمد الله محب په امریکا کې دافغانستان د سفیر په توګه بریالی ماموریت کړی او بیا په افغانستان کې د مليامنیت سلا کار وو ، ښايي دا په اساني درک کړای شيچې دافغانستان لپاره د امریکا د مرستو سره سره بل د کوم هیواد مرستيجلبولای شي‌.

که ولسمشر دافغانستان د مليامنیت د ادارې مشرتابه ته خمد الله محب وټاي، نو له یوې خوا به یې یو د ځان باورياو بل دافغانستتان د ګټو ساتونکی کس د دې مهميادارې لپاره ټاکلی وي .

خبریال اداره

Your SEO optimized title page contents