fbpx

وسله والو طالبانو په فراه ډله ییز برید کړی، جګړه اوس هم روانه ده

خبریال وېبپاڼه / ۶ سپټمبر ۲۰۱۹ – د فراه سیمه ییز چارواکي وایي، چې د دې ولایت په ځینو برخو باندې تېره شپه ناوخته په سلګونه وسله والو طالبانو ډله ییز برید کړی دی او اوس هم افغان ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

د فراه چارواکي وایي، چې تېره شپه وسله والو طالبانو لومړی پر «باغ نو» سیمه برید وکړ، چې وروسته نورو سیمو ته هم وغځېدل.

دغه راز وسله والو طالبانو ادعا کړې ده چې نن سهار یې په فراه ښار کې د ملي اردو د جلب او جذب مرکز نیولی او د دواړو لورو ترمنځ جګړه روانه ده.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، افغان ځواکونو د فراه د ملي اردو د جلب او جذب مرکز بېرته له وسله والو طالبانو څخه نیولی دی.

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي پر خپل ټوېټر لیکلي، چې د یاد مرکز د نیولو پرمهال لس وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې افغان ځانګړي ځواکونه فراه ښار ته رسېدلي او د طالبانو پر ضد یې عملیات پیل کړي دي.
طالبانو خپلو وسله والو ته د مرګ ژوبلې په اړه د افغان چارواکو راپورونه رد کړي او وايي، چې وسله وال یې اوس هم په فراه ښار کې جګړه کوي.

سیمه ییز چارواکي وایي، چې په دغه جګړه کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو د دوی پر وینا کره شمېر یې معلوم نه دي، اوس مهال د فراه د امنیه قوماندانۍ په شاوخوا اکې نښته روانه ده.

خو یو شمېر سرچیني بیا وايي، د دې نښتو په پایله کې تر اوسه ۱۸ طالبان وژل شوي او دوولس نور ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان امنیتي مسولین وایي، چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په فراه ولایت کې ۱۳ تنه ملکي وګړي هم د طالبانو له زندانه ازاد کړي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دغو عملياتو په ترڅ کې له یاد زندانه ١٣ کسان ازاد شوي دي. په خبرپاڼه کې د زندانيانو د هويت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي خو زياته شوې چې دغه زندان د طالبانو د پنځوس کسيزې ډلې د قوماندان سيف الله اړوند و.

دغه راز د کورنیو چارو وزارت وایي، چې په فراه ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د وسله والو طالبانو استخباراتي معاون مولوي نور احمد چکاني هم وژل شوی دی.

د یادولو ده وسله والو طالبانو تر مخکې هم دوه ځله پر فراه ښار پراخ بریدونه کړي، چې بېرته د افغان ځواکونو لخوا پر شا تمبول شوي دي.