fbpx

د سولې پروسې په درشل کې ولې ملکي وګړي قرباني کېږي؟

خبریال وېبپاڼه / ۶ سېپټمبر ۲۰۱۹ ـ د سولې پروسې خبرې له نهم پړاو څخه هم واوښتې، خو لا یې هم سُر نه دی نیولی، بدبختانه د دې پروسې له اوږدېدو سره د ښکېلو اړخونو له لورې جګړه هم زوروره شوې ده او هره ورځ د بې شمېره ملکیانو د مرګ خبرونه رارسېږي.
ویل کېږي دا هر څه په دې خاطر کېږي چې طالبان د سولې په پروسه کې ډېر امتیازات په خپل نوم کړي او هغه نتیجه چې دوی غواړي، ترلاسه یې کړي، خو په قطر کې له ناستو طالب مرکچیانو سره دا غم نشته چې په کندز کې د خلکو وینې توېږي، په بغلان کې په خلکو د قیامت ورځ تېرېږي، په کابل کې له خلکو ژوند اخیستل کېږي، په لوګر کې عام خلک په موټر کې سوځېږي، په فراه کې عامه تاسیسات ورانېږي او یا هم نور دې ورته وحشتونه د دوی د ملګرو لخوا روان دي.
د طالب ترڅنګ د حکومت سترګې هم سرې شوې دي او تېره ورځ یې په ننګرهار کې څلور وروڼه په یو ځای شهیدان کړل، دا کار صفر دوه قطعې وکړ، هغه قطعه چې مالي ملاتړ یې امریکایان کوي او تر ډېره د افغانستان په جنوبي او ختیځو ولایتونو کې اډې لري او عملیات کوي. د دې امکان هم ډېر دی چې دې قطعاتو ځکه له طالبانو سره د ملکیانو د وژلو سیالي پيل کړې ده چې امریکایان غواړي افغان حکومت تر فشار لاندې ونیسي او د سولې پروسې هغه نقشه پرې عملي کړي چې دوی جوړه کړې ده او یوازې د امریکا، طالبانو او پاکستان ګټې په کې خوندي کېږي او افغان ولس یوې بلې جګړې ته ور ټېل وهل کېږي.
دا طرحه چې د طالبانو، پاکستان او امریکایانو په فرمایش وروستۍ شوې ده، یوازې د دې دریو اړخونو ګټې په کې خوندي کېږي، خو د افغان نظام، پوځ او خلکو خوښه او رایه په کې نه ده پوښتل شوې.
په دې طرحه کې ډېر ټینګار په دې شوی چې په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ د پاکستان یو داسې لاسپوڅی نظام رامنځ ته شي چې نظام او ملي بنسټونه ضعیف شي او که افغان حکومت صحراګشت هم تېرېږي، باید له پاکستان څخه اجازه واخلي.
د داسې یو حکومت د رامنځ کېدلو په خاطر طالبانو وروستۍ هڅې پیل کړي دي چې خپل ټول قوت وکاروي او له امریکا سره د شوي تړون په اساس افغان حکومت دې ته مجبور کړي چې د پاکستان په خُم کې د رنګ شوي طالباني امارت منلو ته تیار شي، اوس که په دې خاطر هر څومره وینه توېږي، طالبان یې ځان ته یوه لاسته راوړنه بولي، خو دوی دا سوچ نه کوي چې دا هر څه ځواب لري، دا پګړۍ، دا غمي او دا لرګي بې کسه نه دي، سل کاله وروسته به یې هم پوښتنه کېږي، خو چې دا بې وسه ولس لاسونه پیدا کړي، بیا به د طالبانو ګرېوانونه هم د بنګله دېش د ظالم مشرانو په څېر روغ پاتې نه شي او که خدای مه کړه په دې دنیا خلاص شول، د خدای له حساب څخه به هېڅکله هم خلاص نه شي، هلته به د هر ظلم او ناروا حساب ورکوي.
لیکوال: عاصم افغان

Your SEO optimized title page contents