fbpx

په فراه د وسله والو طالبانو برید په شا وتمبول شو

خبریال وېبپاڼه / ۶ سپټمبر ۲۰۱۹ – د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، چې په فراه ولایت باندې د وسله والو طالبانو ډله ییز برید د ۸۵ طالبانو پر وژل کېدو سره په شا وتمبول شو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، “نن سهار وختي وسله‌والو طالبانو پر فراه ښار برید وکړ چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له جدي غبرګون سره مخ شول چې په پایله کې يې ۸۵ وسله‌وال طالبان ووژل شول او ۳۰ تنه نور یې ټپیان شول.

د نصرت رحیمي په وینا په فراه کې وضعیت دا مهال عادي حالت کې دی او خلک له خپلو کورونو راوتلي او خپلو کارونو ته یې ادامه ورکړې.

رحیمي د فراه ولایت ځینو برخو انځورونه هم خپاره کړي دي چې پکې ښکاري وضعیت عادي دی خلک هم له خوښیو د افغان ځواکونو ترڅنګ ولاړ دي.

په ورته وخت کې وسله والو طالبانو ادعا کړې وه چې نن سهار یې په فراه ښار کې د ملي اردو د جلب او جذب مرکز هم نیولی وو او د دواړو لورو ترمنځ پرې جګړه هم ترسره شوه.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، افغان ځواکونو د فراه د ملي اردو د جلب او جذب مرکز بېرته له وسله والو طالبانو څخه نیولی.

نصرت رحیمي پر خپل ټوېټر لیکلي، چې د یاد مرکز د نیولو پرمهال هم لس وسله وال طالبان وژل شوي وو او نور تر ۷۵ پورې یوازې پر مخامخ جګړه او چانیزو عملیاتو کې وژل شوي دي.

په فراه کې د همدې جګړې او چاڼیزو عملیاتو پر مهال د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو ۱۳ تنه ملکي وګړي هم د طالبانو له زندانه ازاد کړي دي.

د زندانيانو د هويت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي خو ویل کېږي چې دغه زندان د طالبانو د پنځوس کسيزې ډلې د قوماندان سيف الله اړوند.

افغان حکومت وایي، د فراه په ځینو سیمو کې له طالبانو د مړو جسدونه هم پاتې شوي دي او یو شمېر ېې په تېښته بریالي شوي دي.

وسله والو طالبانو د سپټمبر پر لومړۍ نېټه هم پر کندوز ښار برید کړی وو، خو ډیر ژر له کابله د کومانډو او نورو ځواکونو په ورسېدو طالبان په شا شول او یادې سیمې یې بېرته افغان ځواکونو ته پرېښوده.

کندوز ښار کې هم د افغان ځواکونو د تصفیوي عملیاتو پر مهال د څلورو طالب قومندانانو په ګډون ۵۶ طالبانو وژل شوي وو.

د یادولو ده له کندز او پلخمري وروسته فراه ولایت د طالبانو تر بریدونو لاندې راغی چې له څو ساعته نښتې وروسته په شا وتمبول شول.