fbpx

افغان شل اوريزه لوبډله د بنګله دېش په لور وخوځېده

خبریال وېبپاڼه / ۵ سپټمبر ۲۰۱۹ – نن د افغانستان د شل اوریزه فارمټ غوره شوې لوبډله د بنګله دېش او زمبابوې پر وړاندې د درې اړخیزه شل اوریزه سیریز په موخه د بنګله دېش هېواد په طرف وخوځېده.

دا مهال د افغانستان ټېسټ لوبډله په بنګله دېش کې له بنګله دېشۍ لوبډلې سره په يوازينۍ ټېسټ لوبه کې مصروفه ده،خو هغه لوبغاړي چې د شل اوريزو سياليو په نوملړ کې شامل دي، هغوی هم نن د بنګله دېش په لور وخوځېدل.

د شل اوریزو سيالیو لپاره په جوړه شوې اوولس کسیزه لوبډله کې ځوانو لوبغاړو هر یو رحمان ګربز، شاهدالله کمال، کریم جنت ،فضل نیازي، نوین الحق او فرید ملک ته هم د لوبېدو موقع ورکړل شوې ده.

په شل اوریزه لوبډله کې شامل لوبغاړي: لوبډلمشر راشد خان، ورسره مرستیال اصغر افغان، محمد نبي، شفیق الله شفق، حضرت الله ځاځی، نجیب الله ترکی، مجیب ځدراڼ، نجیب ځدراڼ، شرف الدین اشرف، شاهدالله کمال، کریم جنت، ګلبدین نایب، فرید ملک، فضل نیازی، دولت ځدراڼ، نوین الحق او رحمان الله ګربز.

د افغانستان شل اوریزې لوبډلې په کابل لوبغالي کې له دوو اونیو راهیسي په بشپړه توګه تمرینات ترسره کړل تر څو په یادو سیالیو کې ښه ولوبېږي.

د افغانستان، بنګله دېش او زمبابوې درې اړخيزه شل اوريزې سيالۍ د سپتمبر په ۱۳مه نېټه پيلېږي او د يادې میاشتې تر ۲۴مې نېټې پورې به دوام وکړي.

تېره شپه د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډلې هم د سریلانکا په کوربه توب د اسیا جام سیالیو د پیل په لوبه کې خپلې سرسختې سیالې پاکستانۍ لوبډلې ته د ۸۵ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه.

افغانستان نولس کلنه لوبډله به د ګروپ دوهمه لوبه د سپټمبر په اوومه نېټه سبا د کويټ خلاف او وروستۍ سیالي به د سپټمبر په نهمه نېټه د هندوستان لوبډلې خلاف ترسره کړي.

بلخوا د افغانستان او بنګله دیش ملي لوبډلو ترمنځ د یوازنۍ ټېسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍکې افغانستان د لسو لوبغاړو په سوځېدو سره ټوټل ۳۴۲منډې جوړې کړې دي.

په توپ وهنه کې رحمت شاه ۱۰۲، اصغر افغان ۹۲، راشد خان ۵۱ منډې تر نورو ډیرې وکړې، دا مهال بنګله دېشۍ لوبډله د هدف په تعقیب کې توپ وهنې ته راښکته شوې.

بنګله دېشۍ لوبډلې په خپله لومړنۍ پاڼۍ کې تر دا مهاله د اته لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۵ منډې جوړې کړي دي افغان لوبډله تر دا مهاله پرې برلاسي ښکاري.

راشد خان په روانه سیالۍ کې څلور لوبغاړي، محمد نبي دوه، قیس احمد او یامین احمدزي یو یو لوبغاړی له مخې پورته کړی دی.

د یادې ټېسټ لوبې نن دوهمه ورځ هم په ختمېدو ده.

Your SEO optimized title page contents