fbpx

افغان ځواکونو د خان اباد ولسوالۍ بېرته نیولې

خبریال وېبپاڼه / ۶ سپټمبر ۲۰۱۹ – د کندوز ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو نن جمعه د یو لړ بریدونو پرمهال د دغه ولایت خان اباد ولسوالي نیولې وه، خو د تازه دمو امنیتي ځواکونو په ورسېدو سره دوی بېرته د ولسوالی ودانۍ او د امنیې قوماندانۍ ودانۍ په خپل لاس کې اخیستي دي.

د خان اباد ولسوال حیات الله امیري وایي، چې دا مهال د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ پراخه جګړه د خان اباد ښار په بندر شورآب او ملا غلام سیمو کې جریان لري .

وسله والو طالبانو نن رسنیو ته په یوې لېږلې اعلامیه کې د یادې ولسوالۍ نیولو خبر ورکړی وو چې د نیولو ترڅنګ یي ګڼو امنیتي سرتېرو ته د مرګ ژوبلې ادعا هم کړې وه.

په همدې مهال د خان اباد ولسوال وایي، چې د تازه دمو ځواکونو په ورسېدو سره دوی وتوانېدل چې د ولسوالۍ ودانۍ او د امنيې قوماندانې ودانۍ وروسته له دوه ساعت سقوطه بېرته له وسله والو طالبانو ونیسي.

خو د وسله والو طالبانو له ادعا وروسته د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي هم ویلي وو”چې، دا خبرونه نا درست دي. په دغه ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده، دښمن له ولسوالۍ څخه لیري په دوو سیمو کې د افغان ځواکونو لخوا محاصره شوي دي.

تر دا مهاله په دغه نښته کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

د کورنیو چارو وزارت له دې وړاندې هم خبر ورکړی وو چې، په فراه ولایت باندې هم د وسله والو طالبانو د تېرې شپې ډله ییز برید د ۸۵ طالبانو پر وژل کېدو سره په شا تمبول شوی دی.

د یاد وزارت د ویاند نصرت رحیمي پر وینا د طالبانو برید د امنیتي او دفاعي ځواکونو له جدي غبرګون سره مخ شول چې په پایله کې يې ۸۵ وسله‌وال طالبان ووژل شول او ۳۰ تنه نور یې ټپیان شول.

د رحیمي پر وینا په فراه کې وضعیت دا مهال عادي حالت کې دی او خلک له خپلو کورونو راوتلي او خپلو کارونو ته یې ادامه ورکړې.

وسله والو طالبانو د سپټمبر پر لومړۍ نېټه هم پر کندوز ښار برید کړی وو، خو ډیر ژر له کابله د کومانډو او نورو ځواکونو په ورسېدو طالبان په شا شول او یادې سیمې یې بېرته افغان ځواکونو ته پرېښوده.

کندوز ښار کې هم د افغان ځواکونو د تصفیوي عملیاتو پر مهال د څلورو طالب قومندانانو په ګډون ۵۶ طالبانو وژل شوي وو