fbpx

د ترافيکو مديريت عوايد د اتو تنو ترمنځ وېشل کېږي

خبریال وېبپاڼه / ۷ سېپټمبر ۲۰۱۹ ـ ويل کېږي د افغانستان په جنوبي ولايت زابل کې د ترافيکو مديريت عايدات د دې مديريت د اتنو کارکوونکو ترمنځ وېشل کېږي. په ولسي جرګه کې د زابل د خلکو استازى عبدالقادر کلاتوال وايي، د زابل د اوسېدونکو له شکايتونو وروسته يې د شپې اته بجې د زابل د ترافيکو مديريت ته سر ور ښکاره کړى او هلته يې هغه څه ليدلي چې د ويلو نه دي.
کلاتوال زياتوي چې له ده سره د امنيه قومندانۍ استازى او د زابل د استخباراتو مدير هم ملګري وو، خو کله چې د ترافيکو مديريت ته ور دننه شول، د دې مديريت کارکوونکي سخت وارخطا شول.
نوموړى دا صحنه داسې انځوريزه کوي چې د دوى له ورتګ سره د ترافيکو مديريت کارکوونکي ۲۵۰۰۰ افغانۍ له لاسه ښکته تر مېز لاندې وغورځولې، خو موږ بېرته را واخيستلې.
دغه ډول نورې پيسې يې تر توشکو لاندې او د بالښتونو شاته پټې کړې وې چې په دې شپه د دې مديريت ټول عايد ۱۷۵۰۰۰ افغانۍ و چې ممکن تر سهاره له دوه لکو افغانيو هم دا قيمت جګ شوى واى.
د کلاتوال په وينا د يادې شپې نوکريوالان امنيه قومندانۍ ته وړل شوي چې له دې وروسته به هغوى حساب او کتاب ورسره کوي.
کلاتوال وايي، د کابل – کندهار په لاره تلونکي ټول موټر چلوونکي وايي چې له نورک تر شهرصفا ولسوالۍ پورې په غيرقانوني ډول پيسې ترې اخيستل کېږي او دا پيسې شخصي جيبونو ته ځي.
که د ترافيکو مديريت د هرې ورځې عايد دوه لکه وي، نو مياشتنى عايد يې تر شپږ ميليونو افغانيو رسېږي، خو د کلاتوال په خبره کوم ارقام چې ده له مستوفيت څخه ترلاسه کړي دي، ښيي چې د سرطان په مياشت کې درې ميليونه افغانۍ او د اسد په مياشت کې دوه ميليونه افغانۍ مستوفيت ته تحويل شوي دي چې د اصلي را ټولېدونکو عوايدو او د هغو عوايدو د رقم ترمنځ ډېر توپير دى چې مستوفيت ته سپارل کېږي.
د ولسي جرګې غړى عبدالقادر کلاتوال همداراز ادعا کوي چې اته زره جعلي پارچې په پاکستان کې چاپ شوي او په زابل کې ترافيک ترې کار اخلي.
نوموړى دا خبره هم کوي چې که پخوا نوي سلنه عوايد غلا کېدل، اوس دغه کچه د څار له وجې پنځوس سلنې ته را ټيټه شوې ده.
د زابل د ترافيکو مديريت په دې اړه تر اوسه څه ويلي نه دي، خو ويل کېږي په جنوبي ولايتونو کې د ناامنيو او فساد له وجې ډېر کله ملي عوايد د بيت المال پر ځاى شخصي جيبونو ته ځي.

Your SEO optimized title page contents