fbpx

ټېسټ لوبه: افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې ۳۴۲ او بنګله دېش ۲۰۵ منډې وکړې

خبریال وېبپاڼه / ۷ سېپټمبر ۲۰۱۹ ـ د افغانستان او بنګله دیش ملي لوبډلو ترمنځ د یوازنی ټېسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍکې افغانستان د لسو لوبغاړو په سوځېدو سره ټوټل ۳۴۲منډې جوړې کړې، چې په ځواب کې بنګله دېش هم د لسو لوبغاړو په سوځېدو سره ټوټل ۲۰۵ منډې جوړې کړې او دا مهال له افغانستان ۱۳۷ منډې وروسته دی.

دا سیالي د سپټمبر پر پنځمه نېټه د بنګله دېش په کوربه توب د دې هېواد په چاټوګرام ښار کې پیل شوه، افغان لوبډلې په دې لوبه کې پچه وګټله او خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، افغانستان د لوبې په لومړۍ ورځ ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه چې د همدې ښې توپ وهنې له امله یې په دوهمه ورځ هم نیمه لوبه وکړه.

د افغانستان لپاره په لومړۍ پاڼۍ کې رحمت شاه ۱۰۲، اصغر افغان ۹۲، راشد خان ۵۱ او افسر ځاځي تر ۵۱ پورې تر نورو ښې منډې جوړې کړې.

په دې لوبه کې رحمت شاه لومړنی افغان لوبغاړی شو چې په ټېست کرکټ کې یې د سلیزې جوړولو ریکارډ په خپل نوم کړ او ورسره راشد خان هم لومړنی کم عمره لوبډلمشر شو چې د ټېسټ لوبې لوبډلمشري کوي دغه راز یې لومړۍ پنځوسیزه هم ووهله.

د بنګله دېش لپاره په توپ اچونه کې تاج الاسلام څلور لوبغاړي، نعیم حسن او شکیب الحسن د افغانستان دوه – دوه لوبغاړي له مخې پورته کړ، دغه راز محمد الله او مهدي حسن هم یو لوبغاړی وسوځوه.

بنګله دېش په خپلې لومړۍ پاڼۍ کې د افغانستان د ۳۴۲ منډو په ځواب کې ټولې ۲۰۵ منډې جوړې کړې او له افغان
لوبډلې ۱۳۷ منډې وروسته شوه.

د بنګله دېش لپاره په توپ وهنه کې مومېن الحق ۵۲ ،مصدق حسین ۴۸، لېټن ډاس ۳۳ او سمیه سرکار ۱۷ منډې تر نورو ډیرې جوړې کړې.

د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې راشد خان پنځه لوبغاړي وسوځول، دغه راز محمد نبي درې، قیس احمد یو او یامین احمدزي هم یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

اوس یو ځل بیا افغان لوبغاړي د دوهمې پاڼۍ لپاره توپ وهنې ته راښکته شوي، څو بنګله دېشۍ لوبډلې ته هدف وټاکي او د وروستي ځل لپاره هم یاده لوبډله د هدف په تعقیب کې توپ وهنه پیل کړي.

که افغانستان په دوهمه پاڼۍ کې هر څومره منډې کړې کړې د ۱۳۷ منډو سره په جمع کېږي او هماغه به د بنګله دېش لپاره وروستی هدف وي.

افغانستان د ټيسټ غړیتوب ترلاسه کولو وروسته يوازې دوه ټيسټ لوبې کړي دي چې یوه یې له هنده بایللې او بله یې له ایرلینډۍ لوبډلې ګټلې ده.