fbpx

راشد خان یوه بله کارنامه هم وکړه

خبریال وېبپاڼه/ ۷ سپټمبر ۲۰۱۹- د افغانستان ملي لوبډلې اوسنی لوبډلمشر راشد خان د ټیسټ کرکټ په تاریخ کې لومړنی لوبغاړی شو چې د خپلې لوبډلمشرۍ د لومړۍ لوبې د توپ اچونې او توپوهنې په پاڼۍ کې نیمه سلیزه جوړوي او پينځه لوبغاړي سوځوي.

د افغانستان او بنګله دیش ملي لوبډلو ترمنځ د یوازنی ټېسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍکې افغانستان د لسو لوبغاړو په سوځېدو سره ټوټل ۳۴۲منډې جوړې کړې، چې په ځواب کې بنګله دېش هم د لسو لوبغاړو په سوځېدو سره ټولې ۲۰۵ منډې جوړې کړې او دا مهال له افغانستان ۱۳۷ منډې وروسته دی.

راشد خان هم یاده کارنامه د بنګله دېش خلاف په روانه ټېسټ لوبه کې وکړه، نوموړی لومړنی لوبغاړی شو چې د لوبډلمشرۍ په لومړۍ لوبه کې پنځه لوبغاړي سوځوي او نیمه سلیزه هم وهي.

د غه راز لوبډلمشر راشدخان په نړۍ کې تر ټولو کم عمره لوبغاړی هم وشمیرل شو چې په ټيسټ لوبو کې د یوې لوبډلې لوبډلمشري ترسره کوي.

نوموړی د ۲۰ کالونو او ۳۵۰ ورځو په عمر سره د بنګله دېش خلاف په روانه ټيسټ لوبه کې راښکاره شو.

کله چې نوموړی د بنګله دېش خلاف د ټيسټ لوبې لپاره میدان ته د پچې اچونې لپاره راووت، نوموړي د زمبابوې پخواني لوبغاړي ټاټېنډا ټېبو هغه پنځلس کلن ریکارډ هم مات کړ، چې په ټيسټ کریکټ کې يې په کم عمر سره د لوبډلې مشري ترسره کړي وه.

ټېبو د ۲۰ کالونو او ۳۵۸ ورځو په عمر سره په ۲۰۰۴ کال کې د سريلانکا خلاف د يوه کپتان په توګه په ټيسټ لوبو کې د لوبډلې مشري ترسره کړي وه او د راشدخان څخه يې، يوازې اته ورځې په زیات عمر کې د لوبډلې مشري ترسره کړي وه.

روانه ټېسټ لوبه د ریکارډونو سره مل ده رحمت شاه هم لومړنی افغان لوبغاړی شو چې په ټېست کرکټ کې یې د سلیزې جوړولو ریکارډ په خپل نوم کړ .

ځوان لوبغاړي قیس احمد هم په خپله لومړۍ لوبه کې یو لوبغاړی وسوځوه.

یاده دي وي چي دا ټېسټ لوبه د ابراهیم ځدراڼ، قیس احمد او ظاهرخان لپاره لومړۍ لوبه ده.

Your SEO optimized title page contents