fbpx

E – Waste  ( د برېښنايي وسايلو پاتې شوني) :

ليکنه او ترتيب: نګين کرګر او حامد فايق
خبریال وېبپاڼه / ۷ سټمبر ۲۰۱۹ – د برېښنايي وسايلو لکه بېترۍ، ټلويزون، ګروپونه، برقي سرکټونه، سيماب لرونکي وسايل…د استعمال په وخت کې يا د استعمال وروسته پاتې شوني چې د چاپېريال  په تودوخه ‍ او د انسان په روغتيا ناوړه اغېزې پرېباسي؛ E-Waste  بلل کيږي.

په عمومي توګه هغه زهري کيماوي مواد چې په برېښنايي وسايلو کې کاريږي عبارت دي له؛ انتي موني، ارسنيک، بېلريم، کاډميم، کروميم، کوبالټ، انډيم، پلمبم، سيماب، نېکل او تاليم څخه.

څېړنې ښيي چې د نړۍ په کچه په کال کې له ۲۰ ٪ نه تر ۵۰٪ ميليونه ټنه برېښنايي پاتې شوني توليديږي او دا مقدار هرکال له ۳ ٪ نه تر ۵ ٪ پورې لوړيږي خو يواځې ۱۰ ٪ د برېښنايي پاتې شونو څخه  Re-Cycle کيږي  يعنې  ( د دوهم ځل استعمال لپاره په فابريکه کې د هغه له سره جوړول) خو اړتيا ده چې دا فيصدي لوړه شي.

برېښنايي پاتې شوني د چاپېريال د تودوخې د بدلون سربېره د انسان په روغتيا ډېرې ناوړه اغېزې پرې باسي لکه د انسان د تايرويد غدې فعاليت کموالی، د نوي زېږېدونکي ماشوم غيرنورمال زيږون ( د ماشومانو د وينې خرابوالی، له وخت مخکې زيږون، د وزن کموالی)  د انسان د بدن حجروي فعاليتونه کمزوري او د DNA  يا هستوي اسيدونه خرابوالی. پورته ذکر شوي کيمياوي عناصر د رحم له لارې ، د شېدو د تفذيې او زيږون په وخت کې له ميندو څخه ماشومانو ته انقاليږي

برېښنايي پاتې شوني  په چاپېريال کې د مخلوطي ذراتو په بڼه تبارز کوي؛ ظاهرأ دا ذرات نه ښکاري او يا هم نشي حس کېدای خو د پوهېدو لپاره يې کيماوي ترکيب په پام کې نيول کيږي.کله چې مونږ په داسې چاپېريال کې ساه اخلو، خوراک کوو او يا مو له پوستکي سره کوم شی په تماس کې کيږي نو مونږ د دوی تر پوښښ لاندې راځو.

اوبه، هوا، خاوره، خاکه، مېوې، غوښه..په چاپېريال کې داسې عناصر دي چې د برېښنايي پاتې شونو مخلوطي ذرات په دوی پورې نښلي او څرنګه چې انسان له دوی سره هره ورځ سر و کار لري نو له دې لارې انسان اغېزمنوي چې عمومأ پولي اېترونه، پولي فينايلونه، پولي هايدروکاربنونه، کاډميم، پلمبم او سيماب په زياته اندازه په خپل ترکيب کې لري.

د برېښنايي پاتې شونو تر ټولو خطرناک ذرات چې د انسان په ځانګړي توګه د ماشومانو په د ماغي پرمختګ او چال چلند منفي اغېزې پريږدي نو ځکه اړتيا ده چې د برېښنايي پاتې شونو د کنټرول لپاره بايد نړيواله ټولنه جدي ګامونه واخلي، دوی بايد له دې اړخه د چاپېريال د ککړتيا په اړه په ملي او بين المللي کچه عامه پوهای رامنځته کړي او په دې اړه داسې ځانګړې پاليسيانې جوړه شي ترڅو اوسنی او راتلونکي نسلونه ددې له ناوړه اغېزو څخه په امن وي.

په نړيواله کچه هغه افريقايي او آسيايي هېوادونه چې د صنعتي کېدو لپاره کار کوي؛ د (باسيل تړون ) په اساس د برېښنايي پاتې شونو د توليد په اړه ځينې تغيراتو ته اړ کړل شول خو آيا دا تغيرات تر کومه برېده پلي شوي!؟

د (باسيل تړون) بنسټيز مفهوم په

حقيقت کې د برېښنايي پاتې شونو په  تجارت او قانونمندۍ را څرخي. د بېلګې په توګه که د برېښنايي پاتې شونو يوه کيښتۍ له جرمني څخه هند يا کوم بل هيواد ته درومي؛ هغوي ته احوال ورکوي چې مونږ مضر پاتې شوني راوړي دا يې مالومات دي. که هغه هيواد ددې پاتې شونو د پراسس کولو لپار منظم سيستم ولري؛ دا مني.

همدارنګه ددې تړون بل اړخ د بنديز لګولو دی؛ مثلأ که پرمختللي هيوادونه پرمخ تلوونکو هيوادونو ته برېښنايي پاتې شوني ليږي او هلته په هغه بنديز وي، نو بايد ددې په مقابل کې يو مقدار پيسې ورکړي.

په افغانستان کې بدبختانه تقريبأ په هر کور کې کله چې کومه برېښنايي وسيله لکه موبايل، راډيو، ټلويزيون، چارجر، بېټرۍ، د روښنايي وسايل، برقي بخارۍ، اوتو… خراب شي او يا وسوځي نو هغه د ماشومانو د لوبو وسايل شي؛ ماشومان په هغو لوبې کوي، هغه په خوله کې وهي، هغه په ځان موښي… مونږ په  دې  اړه  هېڅ  توجه  نلرو او نه  ددې کار له ناوړه پايلو خبر يو. مونږ له وړوکوالي ماشوم د زهري کيمياوي موادو او  خرابو برېښنايي پاتې شونو  پواسطه اغېزمنوو.. داسې ماشوم او د هغه راتلونکی نسل له ذهني اړخه ډېر کمزوری روزل کيږي او مسول يې مونږ او تاسې يو.. دا  ماشوم چې رالوی شي هماغه وي چې  Canada  ته   Kanada  او  Second  ته Sekaand   وايي…

بل داچې وسله وال ترهګر هم د موبايل له استعمال شويو بېټريانو او نورو برېښنايي پاتې شونو څخه استفاده کوي او داسې چاوېدېدونکي توکي جوړوي چې په ښارونو کې حتا په يوه ورځ دوه درې سوه نفره وژني.   زمونږ هېواد کې د برېښنايي پاتې شونو د کنټرول پاليسي خو لا پرېږده په دې اړه عامه پوهاوی هم نشته او حتا ددولت په کچه  د اړوندو ادارو مسولين  برېښنايي پاتې شوني تر اوسه نه پېژني .

Health consequences of exposure to e-waste:
a systematic review
Kristen Grant, Fiona C Goldizen, Peter D Sly, Marie-Noel Brune, Maria Neira, Martin van den Berg, Rosana E Norman

Formal recycling of e-waste leads to increased exposure to toxic metals: An occupational exposure study from Sweden☆
Anneli Julander , Lennart Lundgren Lizbet Skare , Margaretha Grandér Brita Palm , Marie Vahter , Carola Lidén