fbpx

افغان نولس کلنو د کویټ لوبډله هم په ګونډو کړه

خبریال وېبپاڼه / ۷ سپټمبر ۲۰۱۹ – د افغانستان نولس کلنو ځوانانو ملي لوبډلې د سریلانکا په کوربه توب د ۲۰۱۹ کال اسیا جام سیالیو په دوام له پاکستانۍ لوبډلې وروسته د کویټ نولس کلنې لوبډلې ته هم په ۷ ویکټو ماته ورکړه.

په دې سیالۍ کې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه کویټ هم ټاکل شوي پنځوس اورونه ونه لوبول د دوی اته لوبغاړي په ۲۱ م اور کې په ۷۰ منډو باندې وسوځېده.

د کویټ لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې مییټ ۲۰ منډې جوړې کړې ،ګېوېنډ کمار ۱۴ او فیض قریشي ۱۰ منډې و کړې چې په هدف کې یو څه ښه رول ولوبوه.

د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې شفیق الله غفاري درې مهم لوبغاړي وسوځول، ورسره نور احمد دوه او عبدالرحمان هم یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

کویټ د اته لوبغاړو په سوځېدو سره ۷۰ منډې جوړې چې د باران د ورښت له کبله د دې لوبډلې د پاڼۍ وخت پوره شو، خو د ډي ایل میتود له مخې هدف افغانستان ته ۸۷ وټاکل شو.

افغانستان هم ټاکل شوی د ۸۷ منډ هدف ډیر په اسانۍ سره په دیارلسم اور کې د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړه او د اسیا جام دوهمه بریا یې هم خپله کړه.

د افغانستان لپاره په توپ وهنه کې لوبډلمشر فرحان زاخېلوال ۳۸ ناسوځېدلې منډې وکړې، ورسره رحمان الله ۲۸ او عابد الله تڼیوال هم ۸ منډې وکړې چې د هدف په ترلاسه کولو کې ښه رول ولوبوه.

د کویټ نولس کلنې لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې فیض صدیقي او عبدالصدیق یو – یو لوبغاړی له مخې پورته کړ .

یاده سیالي افغانستان په اوو ویکټو له کویټ وګټله او د لوبې غوره لوبغاړی هم د تل په څېر شفیق الله غفاري ونومول شو ،نوموړي وړمه ورځ هم د پاکستان خلاف درې لوبغاړي سوځولي وو.

وړمه ورځ هم د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډلې د اسیا جام سیالیو د پیل په لوبه کې خپلې سرسختې سیالې پاکستانۍ لوبډلې ته د ۸۵ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه.

د سریلانکا په کوربه توب د اسیا جام سیالیو په جدول کې افغانستان په الف ګروپ کې قرار لري؛چې ورسره هندوستان،پاکستان او کويټ لوبډلې هم شاملې دي

افغانستان نولس کلنه لوبډله به د ګروپ وروستۍ سیالي د سپټمبر په نهمه نېټه د هندوستان لوبډلې خلاف ترسره کړي.

یاده دې وي چې افغانستان هم په ۲۰۱۷ کال کې د یادو سیالیو په پای لوبه کې سیالې پاکستانۍ لوبډلې ته د ۱۸۵ منډو په توپیر په سختې ماتي په ورکولو سره د یادو سیالیو اتلولي خپله کړي وه