fbpx

ملا تره خېل د حج اوقافو وزارت سرپرست وزير وهلى دى

خبریال وېبپاڼه / ۷ سېپټمبر ۲۰۱۹ ـ د ولسي جرګې پخواني غړي ملا تره خېل محمدي او خپلوانو يې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست مولوى عبدالحکيم منيب د ارګ په جامع جومات کې وهلى دى.
د حج او اوقافو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ارګ په جامع جومات کې د لمانځه له ادا کولو وروسته د ولسي جرګې پخواني وکیل ملا تره خېل محمدي، د ولسي جرګې اوسنیو وکیلانو شاه وزیر تره خېل او حاجي محمد خان تره خېل، د دوى ورور داد الله او د کورنۍ دوو نورو غړو یې مولوي عبدالحکیم منیب توهین او تحقیر کړی دی او فزیکي شخړه یې ورسره کړې ده.
د حج او اوقافو وزارت په اعلامیه کې د دې پېښې علت د ملا تره خېل د غیرقانوني غوښتنو نه پوره کول ښودل شوي دي او ویل شوي چې نوموړي تر دې پخوا هم څو ځله د ټوپک په زور غوښتل د حج او اوقافو وزارت په مسولینو خپلې غیرقانوني غوښتنې ومني، خو دوی هېڅکله هم د مفسدینو، غاصبینو او زورواکو فشار ته تن نه ږدي.
اعلامیه د ارګ په جامع جومات کې د شپږو زورواکو له لوري د مولوي عبدالحکیم منیب سپکاوی، تحقیر او له هغه سره فزیکي شخړه د جومات، وزارت، علمای کرامو او په ټوله کې د شته نظام څرګند سپکاوی او له قانون څخه سرغړونه بولي او غندنه یې کوي.
د اعلامیې په پای کې له ولسمشر غني څخه غوښتل شوي دي چې دا پېښه په جدي توګه وڅېړي او دا ډول غیر قانوني وسله ګرځونکي اشخاص چې په زور باجګیري کوي او د وزارت د کارونو خنډ ګرځي، د قانون منګولو ته وسپاري.
ملا تره خېل چې په غصب او ګڼو نورو فسادونو متهم دی، تل یې په خپلو مرکو کې ځان سپین ښودلی، خو د نوموړي په اړه ویل کېږي چې د کابل په ختيځه برخه کې یې ډېرې ځمکې غصب کړي دي او اوس هم دا کار کوي.
د کره معلوماتو له مخې د ملا تره خېل کسان له هغو ډرېوانو هم پیسې اخلي چې د کابل ـ ننګرهار په لاره تګ راتګ کوي، که چېرې ډرېوران دوی ته پیسې ور نه کړي، ځوروي یې او نه یې پرېږدي چې سورلۍ پورته کړي.
دغه ډول د کابل په احمدشاه بابا مېنه کې هم د تره خېل کسان له هغو خلکو باج اخلي چې د سړک په غاړه په غرفو او کراچیو کې شیان خرڅوي. که څه هم دا غرفې او کراچۍ په عام سړک ولاړې دي، خو څښتنان یې مجبور یې دي؛ هره میاشت د غرفو ۳۰۰۰ افغانۍ کرایه ملا تره خېل ته ورکړي، د کرایې ترڅنګ د هرې کراچۍ او غرفې څښتن مجبور دی چې د ورځې شل افغانۍ باج هم ملا تره خېل ته ورکړي.
د ملا تره خېل د دې کارونو مشري د هغه یو خپل حاجی رحمان کوي، حاجي رحمان چې د باج ټولولو لپاره یې کسان ټاکلي دي، ډنډه ماران یې بولي او دا ډنډه ماران هره ورځ له خلکو څخه حاجي رحمان ته باج را ټولوي چې هغه یې بیا د مشر حاجي ملا صاحب ( ملا تره خېل محمدي) مخې ته ږدي.
سره له دومره غصب، زوراکۍ او باجګیرۍ بیا هم نوموړي ته حکومت څه نه دي ویلي، خو و به کتل شي چې دا ځل به ارګ د خپل وزیر د سپکاوي پوښتنه ترې وکړي که نه؟
د یادونې وړ ده چې مولوي عبدالحکیم منیب تر دې د مخه د حج او اوقافو وزارت معین و چې د فیض محمد عثماني له لرې کېدو وروسته د ولسمشر په فرمان د دې وزارت سرپرست وټاکل شو، نوموړی د مولوي محمد نبي محمدي په مشرۍ د حرکت انقلاب اسلامي ګوند غړی پاتې شو او اوس د دې ګوند د یوې جلا شوې څانګې مشري هم کوي.