fbpx

زابل کې د سولې تر نامه لاندې د کرکټ سیالیو اتلولي د هلمند لوبډلې وګټله

خبریال وېبپاڼه / ۷ سپټمبر ۲۰۱۹ – څو ورځې وړاندې د اګست پر ۲۸ مه نېټه په زابل کې د زابل کرکټ ولایتي ادارې په نوښت او د یوې مدني ټولنې تر رهبرۍ او مالي ملاتړ لاندې د اوو ولایتونو ترمنځ د سولې تر نامه لاندې د کرکټ سیالۍ پیل شوې وې چې په پایله کې هلمندۍ لوبډلې اتلولي وګټله.

د سولې تر نامه لاندې کرکټ سیالۍ د کندهار، هلمند، نیمروز، غزني، پکتیکا، هرات او زابل د ۸ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې چې په پای کې هلمند اتلولي وګټله.

د زابل کرکټ ولایتي ادارې څخه خبریال ډاټ کام ته د رالېږل شوې خبر پاڼې له مخې په لومړی نیمه پایلوبه کې پکتیکا د کندهار لوبډله ماته کړه، ورپسې بیا هلمند لوبډلې زابل الف لوبډلي ته په ماتي ورکولو سره پایلوبي ته ووتله.

په پایلوبه کې د پکتیکا لوبډلې هلمندۍ لوبډلې ته په ټاکلو شویو شل اورونو کې د ۱۶۰ منډو هدف وټاکه

د پکتیکا لپاره په توپ وهنه کې عبدالله ۴۰ او واحد ۳۰ منډې د شپږیزو او څلوریزو پر مټ جوړې کړې چې د هدف په ټاکلو کې ښه رول ولوبه.

د هلمند لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې فیصل ښایسته درې لوبغاړي وسوځول، ورسره محمدالله هم دوه لوبغاړي له مخې پورته کړ.

په دوهمه پاڼۍ کې هلمند لوبډلې ټاکل شوی د ۱۶۰ منډو هدف په ۱۷،۲ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او د سولې تر نامه لاندې د دې جام اتلولي په خپل نوم کړه.

د هلمندۍ لویډلې لپاره په توپ وهنه کې محمدالله ښه توپوهنه وکړه نوموړي ۶۲ زیاتې منډې جوړې کړې او.د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه هم د هلمند لوبډلې څخه محمدالله ته وکړل شوه چې ۶۲ یې منډې کړي وې او دوه لوبغاړي یې سوځولي وو.

د معلوماتو له مخې په دې سیالیو کې د هیواد له مختلفو ( ملي الف لوبډلې، ۱۹ کلني لوبډلې، ۱۶ کلني لوبډلې او یو شمېر نورو وتلو لوبډلو) لوبغاړي هم ولوبېدل.

د یادو سیالیو پایلوبې مراسمو ته بېلابېل قومي مخور، ځوانان، د مدني ټولنو استازي او ژورنالستان رابلل شوي وه

په یادو مراسمو کې د سیالیو غوره توپوهونکی د پکتیکا لوبډلي څخه واحد خان ونومول شو نوموړي ټولټال ۱۷۸ منډي په یادو سیالیو کې ترسره کړې وې.

ورپسې د سیالیو هر اړخیز لوبغاړي جایزه بیا هلمندي فیصل ښایسته ته ورکول شوه چې په دې سیالیو کې ټولټال ۱۵۶ منډي تر سره کړي وې او ۱۳ لوبغاړي یې سوځولي وو،

د مراسمو په ورستیو کې د زابل ولایتي لوبډلې ځوان شهید کرکټر نوراحمد سعادت روح ته هم دعا وشوه.

د زابل د کرکټ آمر محبوب محبت وایي، چې په دې ولایت کې نور احمد سعادت تنکی ځوان کرکټر وو چې تېره سې شنبه یې په یوه ټرافیکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او د سولې تر نامه لاندې د کرکټ سیالیو په پایلوبه کې ورته دوعا هم وشوه.

د نوموړي پر وینا سعادت چې د ځوانۍ او هوښیارتیا مرحلو ته نوی رسېدلی وو له شا او خوا څلورو کلنو راهیسي یې په زابل کې د کرکټ لوبه کوله.

د سرچینې پر وینا نور احمد سعادت د کرکټ په ډګر کې د زابل په سیمه ییزو بېلا بېلو لوبډلو کې لوبېدلی وو چې دا مهال هم د یوې معیاري اریانا کرکټ لوبډلې مهم لوبغاړی بلل کېده.

نور احمد سعادت په راسته یا ښي لاس باندې توپ وهنه او توپ اچونه ترسره کوله، دغه راز نوموړی په خپلې وړتیا سره د زابل منتخبي ۱۶ کلنې لوبډلې برحاله غړی هم وو خو اوس د تل لپاره ولاړ.

Your SEO optimized title page contents