fbpx

عمران خان: پاکستان بشپړ ځواب ویلو ته چمتو دی

خبریال وېبپاڼه/ ۷ سپټمبر ۲۰۱۹- د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، چې پاکستان جنګ نه غواړې؛ خو د هند پروړاندې بشپړ ځواب ویلو ته چمتو دی.

خان چې پرون د جمعې په ورځ یې د پاکستان د دفاع د ورځې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې وینا کوله وویل: «پاکستان یوځل بیا د ۱۹۶۵ کال په څېر له وضعیت سره مخ دی؛ ځکه دښمن د کنټرول پر کرښه یوځل تهاجمي دریځ غوره کړی او غواړي د کشمير وضعیت بدل کړي.»

خان وویل، هند د کشمیر او جمو د خودمختارۍ په اخېستو سره یوځل بیا کړکېچونه رامنځته کوي؛ پاکستان نه غواړي چې په جګړه کې ښکېل شي، خو دښمن د بشپړ ځواب ویلو لپاره پوره چمتووالی لري.»

همدارنګه عمران خان په خپلو خبرو کې وویل، چې ده په نړیواله ټولنه غږ کړی، چې د کرکې او نسل وژنې عقیدې ته پام وکړي او پر هند دې فشار راوړي، چې ژر تر ژره خپل دغه شومې او ناوړه کړنې ودروي او همدارنګه د دغه هېواد د اټومې ذخیرې امنیت ته هم پام وساتي.
ده زیاته کړه: «موږ به د یوه زړور ملت په توګه د دښمن هرې ډول پلان او عمل ته بشپړ ځواب ووایو… ما پر نړۍ هم غږ وکړ، چې پاکستان جګړه نه غواړي؛ خو په هېڅ صورت غولېدلای هم نشي.»

همدارنګه د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر باجوه هم چې په دغه غونډه کې یې خبرې کولې وویل: «کشمیر د پاکستان یوه نا تکمیله برنامه ده او د پاکستان وولس او پوځ دېته چمتو دي، چې د خپلو کشمیریانو وروڼو لپاره قرباني ورکړي.

ده زیاته کړه، چې پر کشمیر باندې به تر وروستیو سلګیو درېږي؛ ځکه په کشمیر کې د وضعیت بدلون د پاکستان د یووالی او امنیت د خرابېدو لامل ګرځي.

همدارنګه نوموړي هند تورن کړ، چې پر کشمیریانو باندې د وحشت او ظلم سلطنت چلوي.

باجوه زیاته کړه، چې د کشمیر مسئله باید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړه لیکونو سره سمه حل و فصل شي او که دا کار ونشي نو دغه مسئله به لا پېچلې او دوامداره شي.

د هند پارلمان د اګېست په ۵ او ۶مه نېټه د جمو او کشمیر ځانګړی دریځ مات کړ او وروسته د هند حکومت اعلان وکړ، چې دغه ایالت به په دوو مرکزي سیمو جمو او کشمیر وویشي.

اسلام اباد د هند د دغه دریځ پر وړاندې څو ځله له دې هېواد سره د جګړې د پیلېدو خبرداری ورکړ.

خو هند بیا وايي، چې په کشمیر کې بدلونونه یوازې یوه داخلي مسئله ده او د پاکستان دغه تند دریځونه غندي او ردوي یې.

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د سېپټمبر په درېیمه نېټه عمران خان ویلي و، چې له هند سره به د کشمیر مسئله د جګړې له لارې نه، بلکې د خبرو له لارې حل کړي.
ده ویلي و، دی دېته تیار نه دی چې لومړی له هند سره جګړه پیل کړي، ځکه دواړه اټومي قدرتونه دي او ټولې نړۍ ته زیان رسولی شي.

روح الله زهیر