fbpx

سکندر رضا د بنګله دېش سفر څخه پاتې شوی دی

خبریال وېبپاڼه/ ۷ سپټمبر ۲۰۱۹ -زمبابوې کریکټ بورډ د بنګله دېش په کوربه توب د درې اړخيز سيريز لپاره لوبډله اعلان کړه، خو د يادې لوبډلې پیاوړی او مهم لوبغاړی سکندر رضا د ډسپلین یا د انظباتي قوانینو څخه د سرغړونې له کبله ددې سيالیو څخه بهر کړل شو.

ويل کيږي چې سکندر رضا د لوبډلې کپتان سره د ځینو اختلافاتو له کبله د لوبډلې څخه ويستل شوی دی.

د زمبابوې کريکټ ملي لوبډلې ټاکوونکي ډالګۍ مشر ولټر چاواګوتا وویل، مهمه دا ده چې د لوبډلې هر يو چې مشر وي، باید ملاتړ يې وشي.

(( مونږ ته مهمه دا ده چې د لوبډلمشر ملاتړ وکړو، که هغه مسکادزا وي او یا بل کس وي. مونږ باید داسې چاپیریال جوړ کړو چې هغه په دې ډاډه شي چې د ټول ټيم او لوبغاړو ملاتړ ورسره دی.هر لوبغاړی باید پداسې جهت روان شي چې يو او بل ته وفادار پاتې شي. همدا علتونه وو چې مونږ سکندر رضا لدې سفر څخه ډراپ کړو.))

زمبابوې چې اوسمهال د ای سي سي يا د کریکټ نړیوالې شورا لخوا د بندیز سره مخ ده، په ۲۰۲۰ کال نړیوا ل شل اوریز جام کې به برخه ونشي اخيستلی.خو زمبابوې کريکټ بورډ ویلي چې د دوی اوسنی پام په درې اړخيز سيريز دی.تر څو سيالۍ پکې وګټي.

د زمبابوې لوبډلې مشر روزونکي لعل چند راجپوت وويل، زمونږ تمرکز اوس د يوه نوي ټیم په جوړولو دی.

(( زمونږ پام د يوه نوي ټیم په جوړولو دی، مونږ به ټول بدلونونه پکې رانه وړو.مونږ تراوسه هم ځینو تجربه کارو لوبغاړو ته په ټیم کې ضرورت لرو، چې ځوانو لوبغاړو سره په نړیوال کریکټ کې د قدم ايښودلو په برخه کې مرسته وکړي.

د يادونې وړ ده چې د زمبابوې کريکټ ملي لوبډلې په پنځلس کسيز سکواډ کې دوو نوو لوبغاړو انسلي نوو او ټونی مانیونګا ته ځای ورکړئ دی.

دغه سيالۍ به د زمبابوې لوبډلې مشر هميلټن مسکادزا وروستۍ وي. او له هغې وروسته له کریکټ سره مخه ښه اعلانوي.

له درې اړخیز سيريز وروسته به زمبابوې لوبډله د سينګاپور په کوربتوب په درې اړخيز سيريز کې هم برخه واخلي، چې پکې نیپال او سينګاپور لوبډلې ګډون لري.

د بنګله دېش سفر لپاره د زمبابوې لوبډله: هميلټن مسکادزا(لوبډلمشر)، رېګس چاکاباوا، رچمنډ موټمبامي، شېن ويليمز، نيولي مډزیوا، ټېنو ټينډا موټومبوزي، ټونی مونيونګا، کايل جرويس، ټېنډي چېتارا، کريسټوپر ماپوفو، کرېګ ايوني، برینډن ټایلر، انسلی نوو، ټېمسن ماروما، ریان بورل.

درې اړخيز سيريز به د سپټمبر په ديارلسمه نيټه پیل او د سپټمبر تر ۲۴مې نېټې به دوام وکړي.

عزيزالله عزيزي