fbpx

پوجا بهټ: پلار مې روغ رمټ او ژوندی دی

خبریال وېبپاڼه / ۷ سپټمبر ۲۰۱۹ – د هندي سینما نامتو فلمې ستورې او د اوس وخت تکړه فلم جوړوونکې پوجا بهټ وايي، چې پلار یې مهیش بهټ روغ رمټ او ژوندی دی.

له څو ورځو راهیسي په ټولنیزو رسنیو کې داسې آوازې وې، چې ګواکي پر مشهور فلم جوړوونکی او د پوجا بهټ پر پلار مهیش بهټ د زړه حمله راغلې او وروسته مړ شوی دی.

پر ټولنیزو رسنیو د دغو ګنګوسو او آوازو د خپرولو پرمهال د مهیش بهټ لور پوجا بهټ د خپل پلار انځورونه پر انسټاګرام خپاره کړل.

پوجا بهټ د خپل پلار له انځورونو سره لیکلي و: « چا چې زما د پلار د مړینې آوازې خپرې کړې وې او همدارنګه د هغو لپاره چې زما د پلار د مړینې په دغو درواغجنو آوازو سخت خپه شوي وو، دلته کافي ثبوت دی، دا یې انځورونه دي، چې نوموړی روغ رمټ او ژوند دی.»

دې همدارنګه ویلي: «پلار مې ما دومره په بېړه نه پرېږدې او هیله منه یم چې ټول تر ډېره وخته سره ژوند او یوځای پاتې شو.»
نوموړې دغه راز زیاته کړې، چې پلار یې له سډک ۲ فلم سره بېرته د فلم لارښوونې او فلم جوړونې کار ته راستون شوی دی.

سدک یا سړک هغه فلم و، چې په ۱۹۹۱ کال د مهیش بهټ په لارښوونه جوړ او ریلیز شو او مرکزي یا اصلي لوبغاړي یې سانجي دت او پوجا بهټ وو. بالاخره له څو کلونو وروسته د همدغه فلم د دویمې برخې پرجوړېدو پیل وشو، چې په دې کې د مهیش بهټ بله لور عالیه بهټ هم په مرکزي رول کې ده.

اوس پوجا بهټ وايي چې دا فلم به د راتلونکي کال د جولای میاشتې په لسمه نېټه خپور شي.

تر دې وړاندې پوجا بهټ ویلي و، چې د سدک ۲(سړک ۲) فلم مشوره سنجي دت راکړې وه.
دې ویلي و، چې سړک فلم د راتلونکې برخې د جوړېدو هیله ورڅخه د بالیووډ مشهور هېرو سنجي دت کړې وه.
نوموړې هغه وخت ویلي و، چې د سنجي دت خبره په ځمکه نشي غورځولای او غواړي چې د سړک فلم دوهمه برخه هم ورسره جوړه کړي.

په ۱۹۹۱ کال کې د مهیش بهټ په لارښوونه جوړ شوی سړک فلم د مینې او جنګ یوه ده، چې سړک ۲فلم یې بله برخه ده، چې په دې کې عالیه بهټ هم مرکزي رول لري او د پوجا بهټ پروینا چې د راتلونکي کال د جولای په لسمه نېټه به د سینما پردې ښکلې کړي.

د مهیش بهټ بله لور عالیه بهټ د ۱۹۹۳ کال د مارچ میاشتې په ۱۵مه زېږدلې ده. نوموړې په ۲۰۱۱م کال د ممبیي جمنابي له عالي لیسې فارغه شوې ده.

عالیې په ۱۹۹۹ کال کې د پریټي زینټا د کوچینوالي په رول کې هم راڅرګنده شوې ده.
همدارنګه(Highway، ۲ States، Humpty Sharma Ki Dulhania،Udta Punjab) د نوموړې هغه مشهور فلمونه دي، چې له دې څخه یې په بالیووډ کې یوه غوره فلمي ستورې جوړه کړه.

د بالیووډ مبصرین او مینوال عالیه بهټ د بالیووډ د ښکلې او نومتې سینمايي ستورې کرینا کپور سره تشبیه کوي او وايي چې نوموړې د بالیووډ دویمه کرینا کپور ده.

روح الله زهیر

Your SEO optimized title page contents