fbpx

محمد نبي رسماً له ټېسټ لوبو خپله استعفا اعلان کړه

خبریال وېبپاڼه / ۷ سپټمبر ۲۰۱۹ – د افغانستان مخکښ الراونډر محمد نبي عیسی خېل له ټېسټ لوبو څخه رسمآ خپله استعفا اعلان کړه د نوموړي به د بنګله دېش پر وړاندې روانه يوازېنۍ ټېسټ لوبه وروستۍ ټېسټ سیالي وي.

د کرکټ ملي لوبډلې دغه مشهوره لوبغاړی ال راونډر محمد نبي عیس خیل اوسمهال د خپل کرکټ تاریخ وروستۍ (ټیسټ) کرکټ لوبه کوي چې دا مهال پکې د بنګله دیش خلاف مصروفه دی.

د بنګله دېشۍ لوبډلې خلاف د ټېسټ سیالۍ وړاندې د افغانستان کرکټ بورډ د مطبوعاتو مسوول نظیم جار عبدالرحیمزي هندي رسنیو ته ویلي وو چې د محمد نبي به دا ټېسټ وروستۍ لوبه وي، خو نن محمد نبي هم رسمآ خپله استعفا اعلان کړه.

محمد نبي د افغانستان ملي لوبډلې لپاره د ټېسټ کرېکټ غړیتوب له ترلاسه کولو وروسته په ترسره شویو دری واړو ټیسټ سیالیو کې د هندوستان، ایرلینډ او بنګله دیش خلاف په شپږو پاڼیو کې ولوبېد خو څومره چې تمه وه هغومره یې کارکردګي نه ده کړی او ۳ ځلی په صفر هم سوځېدلی دی.

محمد نبي وایي، ” ټېسټ کرکټ سترې سیالۍ دي په دې سیالیو کې لوبېدل د هر لوبغاړي یو ارمان وي چې ټېسټ لوبې وکړي زما هم دغه ارمان پوره شو چې په دې لوبو کې ولوبېدم.”.

نوموړی زیاتوي” د تېرو ۱۸ کلنو راهیسې مې افغانستان ته د کرکټ په برخه کې خدمت کړی دی لوبډله مو بشپړ غړیتوب ته ورسوله دا مو ارمان وو چې پوره شو هغه وایې زما پر ځای باید یو ځوان لوبغاړی راشي او په ټېسټ کرېکټ کې ولوبېږي.”)

محمد نبي وړاندې وایي، غواړم د شل اوریزو او پنځوس اوریزو سیالیو لپاره ځان په بشپړه توګه اماده کړم ځکه په هغې سیالیو کې سپېن بال ښه کېږي او د افغانستان لپاره ډیرې لوبې وکړم.”

محمد نبي په دریو ټېسټ لوبو کې ټوټل ۳۱ منډې جوړې کړي په یوې لوبه کې ډېرې منډې ۲۴ دي . دغه راز یې بیا د توپ اچونې په برخه کې ۷ لوبغاړي سوځولي دي.

محمد نبي عیسی خېل ( ۳۴) کاله او ۲۴۹ ورځې عمر لري نبي پر( ۱۹۸۵) م کال کې د جنورۍ میاشت پر لومړۍ نېټه د افغانستان په لوګر ولایت کې زېږېدلی دی د محمد نبي کورنۍ پخوا له افغانستانه د جګړو پر مهال پاکستان ته مهاجرت شوې وه.

محمد نبي په لس کلنۍ کې د کرېکټ سره زیاته علاقه وه نوموړی په (۲۰۰۰ ) میلادي کال کې افغانستان ته راغی او له اصغر افغان، محمد شهزاد او شاپور ځدران سره یې په کور دننه کرېکټ پیل کړ نوموړي تر لس کلنې وروسته دادی تر دې وخته پورې د افغانستان لپاره په نړیوالو لوبو کې لوبېږي چې د نړۍ په کچه یې ډیری مینوال پیداکړي.

محمد نبي پر ښي لاس په زړه پورې  توپ وهنه کوي او په توپ اچونه کې لېګ سپېن توپ اچوونه کوي چې نړۍ اوس ګوته پر غاښ کړې نوموړي د الراونډرانو په درجه بندۍ کې هم اوس مهال ښه ځای لري.

محمد نبي د افغانستان لپاره ټوټل ۱۲۱ یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي.دي چې په دې کې (۲۶۹۹) منډې ترسره کړي چې په هره سیالۍ کې ایوریج نږدې ۲۸ دی.

همدارنګه محمد نبي عیسی خېل په ۶۸ شل اوریزو سیالیو کې ټولې( ۱۱۶۱) منډې جوړې کړي چې په( ۲۱) ایوریج سره یې منډې کړي دي.

عیسی خېل په ۱۲۱ یو ورځنیو لوبو کې هم ټول (۱۲۸) لوبغاړي سوځولي چې پر یوې سیالۍ کې بېسټ یا غوره توپ اچونه د (۳۰) منډو پر ورکړې سره څلور لوبغاړي سوځول دي.

همدارنګه یې په ۴۸ شل اوریزو سیالیو کې ۶۹ لوبغاړي سوځولي دي چې بېسټ یا په یوه سیالۍ کې غوره توپ اچونه څلور لوبغاړي سوځول دي.

محمد  نبي د هېواد په کچه  لومړنی افغان لوبغاړی دی چې په یو ورځنیو سیالیو کې تر ټولو وړاندې (۲۰۰۰) منډې  په خپل لوبیز ژوند کې پوره کړې وې.

محمد نبي د افغانستان ملي لوبډلې ترڅنګ د  هند IPL بنګله دیش BPL، پاکستان PSL ، د اسټرالیا BBL لیګونو تر څنګ د کارابین CPL او د بلاسټ په لیګونو هم د بېلابېلو لوبډلو لپاره لوبېدلی دی.

محمد نبي په افغان لوبډله کې هغه لوبغاړی دی چې کلونه کلونه یې د افغانستان کرکټ ته خدمت کړی او لا هم د یو لوبغاړي پر صفت لوبې ترسره کوي.

Your SEO optimized title page contents