fbpx

د امریکا د دفاع وزیر: له طالبانو سره به هر ډول هوکړه لیک لاسلیک نه کړو

خبریال وېبپاڼه / ۷ سپټمبر ۲۰۱۹ -د امریکا د دفاع وزیر مارک سپر نن شنبه په فرانسه کې په یوه خبرې غونډه کې وویل، چې امریکا له طالبانو سره د یوې ښې هوکړې په هڅه کې ده او له هغوی سره به هر ډول هوکړه لاسلیک نه کړي.

نوموړي وویل: «د امریکا د متحده آیالتونو نظر دا دی، چې د راتلونکې لپاره تر ټولو ښه حللاره سیاسي توافق دی او موږ په ډېره زغم او حوصلې سره دغه لار تعقیبوو.»

نوموړي زیاته کړه، زموږ دا هڅې په دې معنا نه دي، چې موږ به له طالبانو سره هر ډول هوکړې ته غاړه ږدو او له هغوی سره به هر ډول معامله منو.

سپر وویل: «موږ غواړو ډاډمن شو چې یوې مطلوبې هوکړې ته رسېدلي یو؛ داسې هوکړه چې لرترلږه زموږ د هېوادونو امنیت او همدارنګه د افغانستان د خلکو لپاره یوه روښانه لار تضمین کړي.»

ارګ چې څو ورځې وړاندې یې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د هوکړې په اړه اندېښنه ښوودلې، نن یې د امریکا د دفاع وزیر له دغو څرګندونو هرکلی وکړ.

د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي په خپله ټويټر پاڼه لیکلي و، چې افغان حکومت د یوې تلپاتې سولې او د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې له هر ډول هڅو ملاتړ کوي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره د سولې د نهم پړاو خبرو تر پای ته رسېدو وروسته کابل ته راغی او د هوکړې متن یې افغان چارواکو ته وښوود؛ خو د دغې هوکړې متن لا تر اوسه له رسنیو او خلکو سره نه دی شریک شوی.

د زلمي خلیلزاد له راتګ دوې ورځې وروسته افغان حکومت له امریکا څخه د دغې هوکړې لا ډېر وضاحت وغوښت او څرګنده یې کړه، چې په دې هوکړه کې ځینې احتمالي ستونزې او کړکېچونه شته.

له طالبانو سره د امریکا د هوکړې متن له څو افغان چارواکو چې ورته وښودل شو، نور له خلکو او رسنیو همداسې پټ پاتې شو او بالاخره تر دې چې زلمې خلیلزاد په کابل کې تر پنځو ورځو تمېدو وروسته بېرته دوحې ته لاړ.

له دې وړاندې ویل شوي و، چې زلمی خلیلزاد به له کابله اسلام اباد او له هغه ځایه د هوکړې له متن سره یوځای تر ولسمشر ټرامپ پورې رسېږي، چې داسې ونه شول او نوموړی سیده بېرته دوحې ته لاړ.

له طالبانو سره د امریکا د هوکړې په اړه د افغان حکومت د اندېښنو په لړ کې جمهوري ریاست اعلان وکړ، چې ښايي ولسمشر غني امریکا ته لاړ شي او هلته د سولې د روان بهیر په اړه له ولسمشر ټرامپ سره وګوري؛ خو وروسته بیا ځینو سرچینو وویل، چې د ښاغلي غني دغه سفر وځنډېد.

خو اوس تازه ځینې سرچینې وايي، چې ولسمشر اشرف غني ښايي سبا یکشنبه امریکا ته سفر وکړي.