fbpx

ټرمپ: له طالبانو سره يې د سولې خبرې ودرولې

خبریال وېبپاڼه / ۸ سېپټمبر ۲۰۱۹ ـ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي له طالب جنګياليو سره يې د سولې مذاکرات د دوى د وروستيو بريدونو په خاطر درولي دي.
ټرمپ په خپل ټوېټر کې ليکلي، ټاکل شوې وه چې د يکشنبې په ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د طالبانو مشرانو له ده سره د امريكا په يوې پوځي اډې کې وګوري، خو اوس يې دا ليدنې کنسل کړې دي.
ټرمپ ليکلي:” تقریباً له ټولو دا خبره پټه وه چې افغان ولسمشر او د طالبانو مشران په جلا توګه له ما سره د یکشنبې په ورځ په کېمپ ډېوېډ کې لیدل او دوی امریکا ته نن شپه راتلل، خو له بده مرغه دوی د غلط امتیاز ترلاسه کولو لپاره د هغه برید پړه په غاړه واخيسته، په کوم کې چې زموږ یو ښه سرتیری او یولس نور کسان ووژل شول. ما په بیړه سره دغه لیدنې کنسل کړې او د سولې مذاکرات مې ودرول.”
ټرمپ وړاندې ليکي:” که طالبان د سولې په دې مهمو خبرو کې په اوربند موافقه نه شي کولای او حتی ۱۲ بې ګناه کسان وژني؛ نو دوی د یوې معنی لرونکې تړون لپاره د مذاکراتو توان هم نه لري. نورې څو لسیزې به دوی جګړه کوي؟”
ډونالډ ټرمپ طالبانو ته په اشارې دا هم لیکلي، چې څه ډول خلک به دومره کسان د دې لپاره ووژني چې په چنو کې ډېر امتياز په خپل نوم کړي؟
امريکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ داسې مهال د افغان سولې پروسه ځنډولې ده چې د دې پروسې په مهال طالبانو جګړه کمه نه کړه؛ بلکې لا نور زور يې هم ورکړ.
تر اوسه افغان حکومت او طالبانو د ټرمپ د وروستيو څرګندونو په اړه څه ويلي نه دي، خو ارګ پرون ويلي و چې واشنګټن ته د ولسمشر غني سفر ځنډول شوى دى.

Your SEO optimized title page contents