fbpx

ټرمپ: طالبان یوې معنا داره هوکړې ته د رسېدو قدرت نه لري

خبریال وېبپاڼه / ۸ سپټمبر ۲۰۱۹ – د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، چې طالبان نه غواړې چې د سولې د هوکړې په درشل کې اوربند وکړي، دوی بې ګناه کسان وژني او یوې معنا داره هوکړې ته د رسېدو قدرت او ځواک نه لري.

همدارنګه ټرمپ وروسته له هغه له طالب مشرانو سره لیدنه لغوه کړه او د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې روانې خبرې یې ودرولې چې په کابل کې د دغې ډلې په یوه برید کې د ناټو او امریکا دوه سرتیري ووژل شول.

نوموړي په خپل ټويټ کې لیکلي: «طالبان نه شي کولای د سولې په دغو ډېرو مهمو مذاکراتو کې په اوربند توافق وکړي او حتا دوولس بې ګناه کسان وژني، نو هغوی یوه معنا داره هوکړه لیک ته د رسېدو قدرت هم نه لري.»
همدارنګه ولسمشر ټرمپ په خپل دې ټويټ کې د یوې پوښتنې په توګه لیکلي دي: «دا څه ډول کسان دي، چې د خپل موقف د قوي کولو لپاره بې شمېره کسان وژني.»
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په مازدیګر(د سپټمبر اوومه) په څو پرله پسې ټوېټونو کې ویلي، ټاکل شوې وه چې سبا یکشنبه نوموړی په ډېوېډ کمپ کې د افغان سولې په تړاو له ځینو طالب مشرانو او افغان ولسمشر سره لیده کاته او خبرې وکړي.

نوموړي لیکلي، چې له طالبانو سره یې دغه خبرې لغوه کړې او همدارنګه د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې په تړاو روانې خبرې یې هم درولې دي.

ټرمپ په خپل ټويټ کې زیاته کړې، چې په ډېوېډ کمپ کې یې له طالبانو سره خبرې لغوه کړې او همدارنګه د سولې په تړاو د امریکا او دغې ډلې ترمنځ روان مذاکرات یې له دې امله درولي چې دې ډلې په کابل کې د هغه برید مسئوولیت ومانه چې په هغه کې د یوه امریکايي او د ناټو د یوه بل رومانیايي سرتېري په ګډون یوولس کسان ووژل شول.

دغه برید د پنجشنبې په ورځ(وږی ۱۴مه) په کابل کې د عبدالحق څلور لارې ته نږدې وشو، چې په پایله کې یې د یو امریکايي سرتېرې سربېره د ناټو ځواکونو یو رومانیايي سرتېری ووژل شول او همدارنګه لس افغان ملکي وګړي پکې شهیدان او ۴۲ تنه نور ټپيان شول.

ټرمپ په خپله ټويټر پاڼه لیکلي، چې له دې برید وروسته یې سملاسي له طالب لوړ پوړو چارواکو سره لیدنه لغوه او د امریکا او دغې ډلې ترمنځ د سولې روان مذاکرات یې ودرول.

طالبانو پر دغه برید سربېره له دې وړاندې په کابل کې پر ګرین ویلیج یو بل برید هم ترسره کړ او همدارنګه د اوونۍ په اوږدو کې یې د کندز، بغلان او فراه ولایتونو پر مرکزونو هم بریدونه وکړل.

د ټرمپ له لوري د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو له لغوه کېدو وروسته ښايي نن یکشنبه د قطر په دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر بېړنۍ داخلي ناسته وکړي او ډونالډ ټرمپ پر وروستیو څرګندونو بحث وکړي.

د ټرمپ تر څرګندونو وړاندې د امریکا د دفاع وزیر مارک سپر او د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په ګډون یو شمېر نورو جګپوړو امریکايي چارواکو د امریکايي پلاوي او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په اړه ناخوښي ښوودلې وه.

همدارنګه د امریکا ګانګرېس هم له طالبانو سره د سولې د هوکړې په اړه خپله اندېښنه له خلیلزاد سره شریکه کړې وه او نوموړی یې ور غوښتی و، چې د هوکړې په تړاو پوره جزئیات ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له افغان چارواکو سره د سولې د هوکړې د متن تر شریکولو وروسته یو ځل بیا دوحې ته لاړ او هلته یې له طالبانو سره یوځل بیا د سولې خبرې پیل کړې.

روح الله زهیر