fbpx

ابراهيم ځدراڼ: اويا فيصده د بریا چانس زمونږ په لاس کې دی

خبریال وېبپاڼه / ۸ سپټمبر ۲۰۱۹ – د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې ځوان انرژی لروونکي لوبغاړي ابراهيم ځدراڼ باور ښيي چې د بنګله دېش خلاف په روانه ټیسټ لوبه کې، دوی اويا فيصده د بریا چانس لري.

ځدراڼ چې په لومړي ځل د افغانستان په استازيتوب د بشپړ ټیسټ غضویت لروونکي لوبډلې خلاف لوبه کوي، وايي افغانستان د بنګله دېش خلاف په ټيسټ لوبه کې برلاسی ښکاري او ليرې نده چې افغانستان په دې لوبه کې بریا خپله کړي.

ابراهيم ځدران زياتوي چې له دې وړاندې يې ټيسټ لوبې ( انټرکانټينيټل کپ) سيالۍ ندچي کړي،خو کورنۍ څلور ورځنۍ سيالۍ ترسره کړي دي.

(( ما له دې وړاندې په دې ټورنمينټ يا انټرکانټينيټل کپ سياليو کې لوبې نه دي کړي، خو په افغانستان کورني کريکټ يا څلور ورځنیو سياليو کې مو لوبې کړي دي. په لومړيو څو سياليو کې ونه ځليدم، خو وروسته د وخت په تيريدو سره ښه شوم. اوس دا دی،هغه تجربې دلته په دې سيالیو کې کاروم.))

ځدراڼ په وينا چې د بنګله دېش خلاف ددې سيالۍ لپاره يې دوه اوونۍ په اماراتو کې تيارۍ نيولی،په دې هيله چې افغانستان دغه سيالي وګټي.

(( مونږ ددې سيالۍ لپاره ښه چمتوالی نیولی. مونږ دوه اوونۍ وړاندې، ددې سيالۍ لپاره په اماراتو کې روزنیز کمپونه ترسره کړل.دغه شان مو دلته دوه ورځنۍ تمرٍيني سيالي هم ترسره کړه.پدې هيله يو چې ښه لوبه وکړو، ترڅو پايله يې زمونږ په ګټه تمامه شي.))

سره ددې چې افغانستان تراوسه د بنګله دېش څخه په منډو کې له ۳۰۰ زیات مخکيوالی لري، خو ابراهیم ځدراڼ باور ښيي چې اويا فيصده د بریا چانس زمونږ په لاس کې دی.

((مونږ په دې باور يو چې اویا فيصده د بریا چانس زمونږ په لاس کې دی.زمونږ هدف دا دی چې خپلې منډې له ۴۰۰ واړوو، بیا به ددغو منډو پوره کول د بنګله دېش لپاره آسان نه وي.

د يادونې وړ ده چې ځوان اوچت قد لروونکی لوبغاړی ابراهیم ځدراڼ چې د نورعلي ځدراڼ وراره هم دی، په روانې ټيسټ لوبې په دوهمه پاڼۍ کې يې په ۲۰۸ توپونو ۸۷ منډې وکړې.

افغانستان په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځيدو ۳۴۲ منډې جوړې کړې، په ځواب کې يې بنګله دېش پخپل لومړي وار د ټولو لوبغاړو په سوځيدو ۲۰۵ منډې جوړې کړې.

افغاستان په دوهم وار بیټينګ کې ۲۳۷ منډې لري، خپل ۸ لوبغاړي يې له لاسه ورکړي. افغانستان له بنګله دېش څخه ۳۷۴ مڼدې مخکیوالی لري.اوسهمال په لوبه کې باران پيل شوی او لوبه ځنډيدلي ده.

عزیزالله عزيزي