fbpx

که غواړئ چې پوست مو ځوان او روڼ وساتئ

خبریال وېبپاڼه / ۸ سپټمبر ۲۰۱۹ – د پوست زړښت، مړاويتوب او سپیره والی لمنځه تللای شي، خو په دې شرط چې د پوست د تازه کولو او ځوانولو طریقې پرې په ښه توګه وکاروئ. دغه طریقې د پوست ستونزې هواروي او یو ځوان، تازه او روڼ پوست رامنځته کوي.

که پوه شوئ، چې پوست مو وچ، ګونځې او خوار شوی دی، نو دا ښه موکه ده، چې د خپل پوست د ځوانولو په فکر کې شئ.
یو پوست په عادي توګه له هرو ۱۳ څخه تر ۳۰ ورځو پورې بدلېږي او نوی کېږي.
نو که غواړئ ځوان، روڼ او تازه پوست ولرئ لاندې څو طریقې وکاروئ:

۱ – په سمه توګه حمام وکړئ

د حمام کولو وخت مو راکم کړئ(یعنې زیات وخت مه پرې تېروئ) پر اوږو مو مړاوې اوبه(نه یخې او نه ګرمې) را خوشې کړئ، ډېرې ګرمې اوبه او همدارنګه په حمام کې دننه ګرمي د پوست رطوبت لمنځه وړي.
او بله دا چې که غواړئ پوست مو ځوان وساتل شي، ډول ډول صابونونه مه کاروئ. تند بویه صابون کیدای شي چې د پوست رطوبت لمنځه یوسي او د پوست د بخار لامل وګرځي. د صابوب پرځای یوه بدني شامپو واخلئ، چې د طبیعي غوړیو او یا سرامیدونو په څېر ځینې مرطوب کوونکي مواد ولري.

۲ – د پوست سلولونو ته اوبه ورسوئ

دا چې د پوست سلولونه روغ پاتې شي، نو باید په کافي کچه اوبه ورته ورسول شي.
په کافي اندازه اوبه وڅيښئ، په ځانګړې توګه د ورزش او ګرمې هوا پرمهال!
د ورځې باید لږترلږه دوه لېتره یا آته ګیلاسه اوبه وڅېښئ.
که په ژمي کې له بخارۍ استفاده کوئ، که د وچ اقلیم په سیمه کې اوسېږئ او یا د بحر له سطحې څخه په لوړو ارتفاعاتو کې ژوند کوئ؛ نو په دې صورت کې چاپېریال یا خپلې کوټې ته د رطوبت د راګرځولو لپاره د اوبو له یوې سړوونکې دستګاه استفاده وکړئ.

۳ – په کافي کچه خوب وکړئ

د شپې لخوا پوست خپل ځان ترمیم او ځوانوي.
له یوه بد او نا آرامه خوب وروسته مو سترګې ژورې ژورې لوېږي او پوست مو تک ژېړ کېږي.
د همدې لپاره تاسو ته وړاندیز کېږي، چې د شپې له ۷ تر ۸ ساعتونو پورې خوب وکړئ، څو پوست مو خپل د ځوانولو عملیات په ښه او مطلوبه توګه ترسره کړي.

۴ – امګا -۳ وکاروئ

که په اوونۍ کې یوځل امګا-۳ کپسول وکاروئ او یا یو آزاد بحري کب وخورئ؛ نو پوست به مو مننه درڅخه وکړي.
د امګا-۳ کپسول غوړ اسید د بدن له التهاباتو یا پړسوبونو له راکمولو او همدارنګه پوست ته د رطوبت د راګرځولو په برخه کې مرسته کوي.
پردې سربېره، امګاه-۳ کپسول د سلولونو له ترمیم سره مرسته کوي او د سلولي زیانونو پروړاندې مبارزه کوي.

۵ – د پوست رطوبت زیات کړئ

که پوست مو وچ وي، نو له حمام کولو وروسته ښه ده، چې خپل پوست په یوه مرطوب کوونکي کریم غوړ کړئ.
مرطوب کوونکي کریم په دوراني توګه په خپل ټول بدن وموښئ او دومره یې وموښئ. څو ډاډمن شئ، چې پوست مو ټول کریم جذب کړل.
۶ – خپل د خوښې وړ کار ترسره کړئ
کله مو چې زړه خوشحاله وي، نو پوست مو هم ښکلی او روڼ معلومېږي.
نو په دې اساس هغه کارونه چې ستاسو د خوښۍ او آرامۍ لامل ګرځي، ترسره کړئ. لکه: له خپلو ملګرو سره وخت تېرول او یا په هنري یا ورزشي کلپونو کې شرکت کول.
ستاسو د روڼ او ځوان پوست په هیله

ژباړه: روح الله زهیر

Your SEO optimized title page contents