fbpx

درې اړخیزه غونډه: افغان جګړه باید له سیاسي لارو د افغانانو په خوښه ختمه شي

خبریال وېبپاټه / ۸ سپټمبر ۲۰۱۹ – په اسلام اباد کې د افغانستان، چین، او د پاکستان په درې اړخیزه غونډه کې د افغان جګړې پر سیاسي حل ټینګار شوی دی.

پرون اسلام اباد کې د کوربه پاکستان، افغانستان او چین ترمنځ درې اړخیزه غونډه جوړه شوې وه او په هغه کې د درې اړخیزو اړیکو پر پراختیا او په سیمه کې پر روان وضعیت باندې مهمې خبرې شوې دي.

د غونډې وروسته درېواړو هېوادونو یوه ګډه اعلامیه خپره کړې وه چې په کې لیکل شوي دي د اړیکو جوړولو او پراختیا په برخه کې ګامونه ګټور واقع شوي دي او د لا ښه کېدو لپاره به خپلې هڅې ډېروي.

دغه راز چین او پاکستان په دې غونډه کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې خبرې مهمې بللې دي او ټینګار یې کړی چې روانه جګړه باید د بین الافغاني مذاکراتو پر مټ او د افغانانو په خوښه ختمه کړل شي.

په پرونۍ درې اړخیزه غونډه کې د درېو هېوادونو چین افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د افغانستان استازولي د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وکړه ورسره د پاکستان بیا شاه محمود قریشي وکړه.

پرون هم د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات چارواکو د دغې غونډه په اړه ویلي وو، چې په یاده غونډه کې د افغان سولې، امنیت، امنیتي همکاریو او یو شمېر نورو مسائلو خبرې وشي.

همدارنګه د افغانستان د ولشمشرۍ دفتر هم تېره ورځ ویلي و، چې په یاده درې اړخیزه غونډه کې به په دې هم خبرې وشي، چې په افغانستان کې روانې اوږدې جګړې ته څنګه یوه سیاسي حللاره موندلای شي.

د افغان سولې، امنیتي همکاریو او د ترهګرۍ ضد مبارزې په تړاو دا درې اړخیزه غونډه په داسې حال کې ترسره شوه، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یوځل بیا دوحې ته لاړ او هلته له طالب مرکچیانو سره په خبرو بوخت دی.

زلمی خلیلزاد څو ورځې وړاندې هم په دوحه کې د طالب او امریکايي مرکچیانو ترمنځ د سولې د نهم پړاو خبرو له پای ته رسېدو وروسته کابل ته راغی، څو له افغان چارواکو سره د کېدونکې هوکړې جزئیات شریک کړي.

زلمي خلیلزاد په کابل کې د ولسمشر غني او اجرائیه رییس په ګډون له یو شمېر نورو چارواکو او سیاستوالو سره وکتل او په دوحه کې له طالبانو سره د کېدونکې هوکړې جزئیات ورسره شریک کړل.

خو افغان حکومت هغه وخت ویلي وو ، چې د سولې له روان بهیر ملاتړ کوي، خو د امریکا او طالبانو ترمنځ د کېدونکې هوکړې د پایلو په اړه اندېښمن دي .

خو نن یو ځل بیا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې طالبان نه غواړې چې د سولې د هوکړې په درشل کې اوربند وکړي، دوی بې ګناه کسان وژني او یوې معنا داره هوکړې ته د رسېدو قدرت او ځواک نه لري.

همدارنګه ټرمپ وروسته له هغه له طالب مشرانو سره لیدنه لغوه کړه او د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې روانې خبرې یې ودرولې چې په کابل کې د دغې ډلې په یوه برید کې د ناټو او امریکا دوه سرتیري ووژل شول.

Your SEO optimized title page contents