fbpx

ارګ: د سولې خنډ د افغانانو پر وړاندې د طالبانو جګړه ده

خبریال وېبپاڼه / ۸ سپټمبر ۲۰۱۹- افغان حکومت وایي
د سولې په روانه پروسه کې د رامنځته شوي خنډ لامل د افغانانو پر وړاندې د وسله‌والو طالبانو روانه جګړه او تاوتریخوالی دی.

له ارګ څخه په تازه خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې رښتینې سوله هغه وخت راتلی شي چې طالبان افغان وژنه بس کړي، اوربند ته غاړه کېږدي او له افغان دولت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي.

سرچینه زیاتوي، افغانان او او دولت د باعزته او تلپاتې سولې غوښتونکي او د سولې په تړاو ټولو هلو ځلو ته ژمن دي او د سولې مشورتي لویې جرګې د پرېکړو پر عملي کېدو یې ټینګار کړی دی.

خبر پاڼه لیکي د افغانستان حکومت د سولې په تړاو د خپلو متحدینو صادقانه هڅې ستايي او ژمن دی چې په راتلونکي کې د امریکا متحده ایالاتو او نورو متحدینو سره د تلپاتې او باعزته سولې په راوستو کې په ګډه کار وکړي.

افغان حکومت وایي، جمهوري ریاست پر ټاکنو او له دې لارې د یوه قوي، قانوني او مشروع حکومت په رامنځته کېدو ټینګار کوي، تر څو د سولې روانه پروسه په بشپړ دقت او تدبیر مخ ته یوسي.

ارګ دا اعلامیه له هغه څو ساعته وروسته خپره کړه چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په کمپ ډېوېد ‌کې یې د سولې په تړاو د طالبانو له مشرانو سره خبرې لغوه کړې او د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې په تړاو خبرې یې درولې دي. ‌

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي دي چې وسله وال طالبان نه غواړې چې د سولې د هوکړې په درشل کې اوربند وکړي، دوی بې ګناه کسان وژني او یوې معنا داره هوکړې ته د رسېدو قدرت او ځواک نه لري.

همدارنګه ټرمپ وروسته له هغه له طالب مشرانو سره لیدنه لغوه کړه او د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې روانې خبرې یې ودرولې چې په کابل کې د دغې ډلې په یوه برید کې د ناټو او امریکا دوه سرتیري ووژل شول.

نوموړي په خپل ټويټ کې لیکلي: «طالبان نه شي کولای د سولې په دغو ډېرو مهمو مذاکراتو کې په اوربند توافق وکړي او حتا دوولس بې ګناه کسان وژني، نو هغوی یوه معنا داره هوکړه لیک ته د رسېدو قدرت هم نه لري.»

ولسمشر ټرمپ په خپل دې ټويټ کې د یوې پوښتنې په توګه لیکلي دي: «دا څه ډول کسان دي، چې د خپل موقف د قوي کولو لپاره بې شمېره کسان وژني.»

د یادولو ده له دې وړاندې هم افغان حکومت ویلي وو چې د سولې له روان بهیر ملاتړ کوي، خو د امریکا او طالبانو ترمنځ د کېدونکې هوکړې د پایلو په اړه اندېښمن دي

Your SEO optimized title page contents