fbpx

طالبان په خپل رنګ کې کوټ شول، ته وايه څنګه؟

خبریال وېبپاڼه / ۸ سېپټمبر ۲۰۱۹ ـ مجاهدینو د امریکا او پاکستان په مرسته د خلق او پرچم ګوندونو حکومت او ملي پوځ په ۱۴ کلونو کې ړنګ کړل چې تر اوسني حکومت سل چنده ښه، پاک او باثباته وو، خو طالبان له ۱۹ کلونو تېرېدو وروسته هم په دې بریالي نه شول چې خپل هدف ته ځان ورسوي او د کابل واک ترلاسه کړي. د دوی ستر کار دا وي چې ۱۰۰ یا ۵۰۰ جنګیالي په یوې ولسوالۍ ور خوشې کړي او د یو څه وخت لپاره یې ونیسي، بیا نو چې طیارې پسې ور جګې شي، په منډو کې یې څپلۍ او بوټونه هم ترې پاتې وي.
بل کار یې ځانمرګي بریدونه دي، هغه هم که یو بهرنی یا پنځه افغان سرتېري په کې وژل کېږي، ۳۰ ملکیان هم د هغې دنیا کوي او ۵۰ یا ۱۰۰ نور په کې ټپیان کړي.
دا هر څه ثابتوي چې طالبانو په دې ۱۹ کلونو کې یوه ناکامه جګړه کړې چې له وژنو او وراني پرته دوی په کې کومه ستره لاسته راوړنه نه لري. په دې جګړه کې طالبان هم د توت د ونې په څېر وټکول شول او په زرګونو جنګیالي يې ووژل شول چې اوس د جنګي ځواک د کمبود له وجې یې ډېر جنګیالي له ۱۸ کلونو ښکته عمر لري.
خو د دې ټولو نکامیو ترڅنګ که طالبانو مذاکرات کامیاب کړي وای، بې له شکه دوی به ډېر هغه څه لاسته راوړي وای چې حق یې هم نه جوړېده، خو طالبانو دا غوړه مړۍ په ځان زهر کړه او په ډېر کبر، غیرمصلحتي چلند او سیاسي ناپوهۍ یې دا پروسه دومره پېچلې کړه چې اخر د امریکا زړه هم ورته تنګ شو او دا پروسه يې ودروله.
طالبانو په دې کار سره څو تاوانونه وکړل، یو دا چې دوی به وژل کېږي او تر پخوا به لا ډېر ووژل شي، که مخکې په پاکستان کې خوندي ګرځېدل، اوس به هغه ځای هم ورته سور اور شي.
دویم دا چې امریکا دنیا ته وښودله چې دوی غواړي له افغانستان څخه ووځي، خو طالبان نه ورسره جوړېږي او په دې خاطر دوی ته په افغانستان کې د پاتې کېدو بهانه جوړه شوه.
دریم دا چې ټاکنې به کېږي او طالبان به بیا پنځه کاله جنګېږي چې د ټاکل شوي حکومت وخت پای ته ورسېږي او د دوی لپاره د مصالحې او واک ته د رسېدو لاره خلاصه شي.
څلورم دا چې جګړه به روانه وي، افغانان به په کې وژل کېږي. دا وژنې به یا خپله طالب کوي او یا به طالب سبب کېږي چې د دوی شاوخوا ته ملکیان په نښه شي، یعنې د وچو ترڅنګ د لمدو سوځېدو ته هم لاره برابرېږي.
د مذاکراتو ناکامي د طالبانو ستره ناکامي ده، خو هیله ده چې دوی نور د غفلت له دې خوبه را ويښ شي چې دوی کوم سوپر طاقت نه دي، بلکې عادي وګړي دي چې په پردي ټوپک په خپل وطن کې جګړه کوي، هغه هم داسې جګړه چې تاوان یې یوازې افغانانو او افغانستان ته رسېږي.
طالبانو که د سولې اراده درلودای، باید ثابته کړې یې وای، خو دوی د سولې د خبرو په مهال هم د کوڅه ډبو بدماشانو په څېر ښودله چې هر څه یې له وسه پوره دي او هر څه کولای شي، خو دوی نه پوهېدل چې سوله او جګړه په یوه وخت نه کېږي، که کېږي هم په یوې خوا کې به یې خامخا بایلې او دوی باالاخره دا لوبه بایلوده. په خپل رنګ کې کوټ شوي طالبان به شاید اوس هم دا سوچ ولري چې ستونزه نشته، موږ پخوا هم جنګ کاوه، اوس یې هم کوو، په دې کې شک نشته، خو دوی به له ځان سره د ټولو افغانانو ژوند په جهنم بدل کړي او دا هغه څه دي چې په تاوان یې یوازې هوښیاران پوهېږي؛ نه د طالبانو غوندې سرټمبه ګان.
لیکوال: محمد یونس افغانمل

Your SEO optimized title page contents