fbpx

ټېسټ لوبه: افغانستان بنګله دېش ته د ۳۹۸ منډو هدف وټاکه

خبریال وېبپاڼه / ۸ سپټمبر ۲۰۱۹ ـ د افغانستان او بنګله دیش ملي لوبډلو ترمنځ د یوازنی ټېسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍکې افغانستان د لسو لوبغاړو په سوځېدو سره ټوټل ۳۴۲منډې جوړې کړې، په ځواب کې بنګله دېش هم د لسو لوبغاړو په سوځېدو سره ټوټل ۲۰۵ منډې وکړې او له افغانستان ۱۳۷ منډې باقي شوه، خو په دوهمه پاڼۍ کې افغانستان یو ځل په توپ وهنه کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو سره ټوټل ۲۶۰ منډې وکړې او بنګله دېش ته یې وروستی هدف ۳۹۸ منډې وټاکه.

دا سیالي د سپټمبر پر پنځمه نېټه د بنګله دېش په کوربه توب د دې هېواد په چاټوګرام ښار کې پیل شوې ده چې سبا د سپټمبر تر نهمې نېټژ پورې به دوام وکړي، افغان لوبډلې په لومړۍ ورځ دې لوبه کې پچه وګټله او خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې افغانستان په لومړۍ او دوهمه پاڼۍ کې ښه توپ وهنه وکړه.

د افغانستان لپاره په لومړۍ پاڼۍ کې رحمت شاه ۱۰۲، اصغر افغان ۹۲، راشد خان ۵۱ او افسر ځاځي تر ۵۱ پورې تر نورو ښې منډې جوړې کړې.

د بنګله دېش لپاره په توپ اچونه کې تاج الاسلام څلور لوبغاړي، نعیم حسن او شکیب الحسن د افغانستان دوه – دوه لوبغاړي له مخې پورته کړ، دغه راز محمد الله او مهدي حسن هم یو لوبغاړی وسوځوه.

بنګله دېش بیا په خپلې لومړۍ پاڼۍ کې د افغانستان د ۳۴۲ منډو په ځواب کې ټولې ۲۰۵ منډې جوړې کړې او له افغان لوبډلې ۱۳۷ منډې وروسته پاتې شوه.

د بنګله دېش لپاره په توپ وهنه کې مومېن الحق ۵۲ ،مصدق حسین ۴۸، لېټن ډاس ۳۳ او سمیه سرکار ۱۷ منډې تر نورو ډیرې جوړې کړې.

د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې راشد خان پنځه لوبغاړي وسوځول، دغه راز محمد نبي درې، قیس احمد یو او یامین احمدزي هم یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

افغانستان بیا په دوهمه پاڼۍ کې ټولې ۲۶۰ منډې جوړې کړې او د لوبې په څلورمه ورځ د سهار پر مهال وسوځېدله.

د افغانستان لپاره په دوهمه پاڼۍ کې تر ټولو ډیرې منډې ابراهیم ځدراڼ جوړې کړې، نوموړی په ۸۷ منډو باندې وسوځېد چې په لومړۍ نړیواله لوبه کې نیمه سلیزه هم په خپل نوم ثپت کړه، ورسره اصغر افغان یوځل بیا نیمه سلیزه ووهله هغه هم ۵۰ منډې وکړې، افسر ځاځی بیا تر پایه په ۴۸ منډو باندې ناسوځېدلی پاتې شو.

د بنګله دېش لپاره په دوهمه پاڼۍ کې شکیب الحسن درې لوبغاړي وسوځول او مهدي حسن، تاج الاسلام، نعیم حسن بیا دوه دوه لوبغاړي له مخې پوره کړ او یو افغان لوبغاړی دوی رن اوټ کړ.

د ټېسټ کرېکټ د قانون له مخې کله چې یوه لوبډله په لومړۍ پاڼۍ کې څومره منډې مخکېوالی پیداکړي هغه منډې به د دوهمې پاڼۍ ترسره شویو منډو سره جمع کېږي، نو له همدې امله افغانستان په پیل کې ۱۳۷ منډې له بنګله دېشه ډېرې کړې وې. او په دوهمه پاڼۍ کې هم ټولې ۲۶۰ منډې وکړې چې، په دې سره یې بنګله دېش ته د ۳۹۸ منډو وروستی هدف وټاکه.

بنګله دېش د ۳۹۸ منډو په تعقیب کې تر دامهاله د کوم لوبغاړي د سوځېدو پرته ۳۰ منډې جوړې کړې او لاهم په دې هڅه کې دي چې ۳۶۸ منډې پوره کړي او دا تاریخي سیالي په خپل نوم کړي.

د یادولو ده افغانستان د ټيسټ غړیتوب ترلاسه کولو وروسته يوازې دوه ټيسټ لوبې کړي دي چې یوه یې له هنده بایللې او بله یې له ایرلینډۍ لوبډلې ګټلې ده.

Your SEO optimized title page contents