fbpx

په البانیا کې اټومي پناه ځای

خبریال وېبپانه / ۸ سپټمبر ۲۰۱۹ – الباني د کمونیستانو د حکومت په دوره کې د اروپا یو ترټولو منزوي هېواد و. د دې هېواد حکومت چې د بهرني برید اندېښنه ورسره وه په یوه بشپړ پټ ځای کې یې اټومي پناه ځای جوړ کړ، چې اوس په یوه زړه راښکونکي تفریحي او توریستي ځای بدل شوی دی.

دا پناه ځای له یوه لوري هم نه لیدل کېده. یو لوړ تونل چې د مخامخ غونډۍ په زړه کې کیندل شوی وی، د دغه پناه ځای د ننوتو یوازینۍ لار وه. ټاکل شوې نه وه چې دا لار دې زما او ستا د ګرځېدو او تفرېح لپاره وي، بلکې دا یوې نظامي اډې ته د ننوتو یو پټ تونل و، چې یوازې جګپوړي نظامیان به پرې ننوتل.

د دې تونل اوږدوالی د فوټبال د لوبغالي د اوږدوالي دوه برابره دی او هوايي هم د بهر په پرتله یخه ده. د تونل په دننه کې ځای ځای ډنډ اوبه ولاړې دي. په تونل کې یو ډول وز وز اورېدل کېږي او دا غږ څومره چې د تونل منځ ته نږدې کېږي، زیاتېږي.

په ټوله کې باید په دغه تونل کې ۱۹۸ متره ولاړ شې، څو یوه داسې ځای ته ورسېږي، چې ته وا یو پارکېنګ یا د موټرو تم ځای دی. د دغې پارګینګ ډوله ځای په سر کې یوه خاکستري رنګه بناء ده، چې بانک آرت نومېږي. که یو څو قدمه وړاندې لاړ شئ، نو د سړې جګړې د وخت یوه جالب او هيښوونکي پټنځای ته به ورسېږي.

د آرتمیسا پر وینا، د اوړي په سختو ګرمیو کې چې د حرارت درجه تر ۴۰ پورې رسېږي، تردې بل ښه ځای نه پیدا کېږي. یعنې په دې وخت کې هم ډېر سوړ او یخ وي.
داسې برېښې چې په دغه لرغوني مرموز ځای کې ۳۰۰ کوټې دي.

مېرمن موکو د بانک آرت یوه لارښوونکې ده. نوموړې چې ۲۴کاله عمر لري او د فرهنګي تاریخ په څانګه کې یې زده کړې کړې، خپلې شپې او ورځې په همدې ساړه ځای کې تېروي.

دغه پناه ځای د ۱۹۷۲ او ۱۹۷۸ کلونو ترمنځ جوړ شوی دی، تر ۳۰۰ زیاتې خونې لري، چې د ځمکې په تل کې په پینځو پوړو کې جوړې شوې دي.

که غرب او یا حتا شرق برید کړی وای، نو په دغه ځای کې به زیات بیرو بار جوړ شوی وای؛ ځکه ټاکل شوې وه، چې د ټول هېواد دفاعي عملیات به له همدې ځایه تنظیمېږي، چې په دې صورت کې به تر درې سوه زیات کسان دلته مېشت شوي وای.

د دغه پناه ځای د جوړېدو پروژه په بشپړ ډول پټه وه.
انور خوجه تر څلورو لسیزو په آلباني حکومت وکړ. نوموړي غوښتل چې آلباني په یوه خپلواک او ځان بسیا هېواد بدل کړي. دغه پناه ځای د انور خوجه د استالینیستي تفکر محصول و، چې د آلباني هېواد د پلازمینې په ختیځ کې د داییتي غره د لمنو په زړه کې جوړ شوی دی.

د دغه پناه ځای په یوه دېوال باندې د انور خوجه انځور، چې نوموړی د دغه ټولګې د پرانیستو پرمهال ښيي، حکاکي شوی دی. نوموړي یوازې څو محدودې شپې په دغه پناه ځای کې تېرې کړې دي.

دغه پناه ځای وروستی ځل په ۱۹۹۹ کال د پوځ د نظامي تمرینونو لپاره غوره شو او وروسته په خپل حال پرېښودل شو، تر دې چې په ۲۰۱۴ کال د ايټالیايي خبریال کارلو بولینو په هڅو سره یو ځل بیا پرانیستل شو. ده غوښتل چې د آلباني هېواد دغه له مخکې منزوي شوي یادګار ته د نړیوالو پام راواړوي.
کله چې په ۲۰۱۴ کال کې د دغه پناه ځای ورونه پرانیستل شول، په یوه ورځ څه باندې ۷۰۰۰۰ آلبانیانو لیدنه ترې وکړه.

له دې وروسته آلبانیان تازه پوه شول چې دلته داسې یو پناه ځای شته، له دې مخکې حتا هغه کسان هم نه و پرې خبر، چې دلته له دې پناه ځای سره نږدې اوسېدل.
د دغه پناه ځای په داخل کې یو لوی سالون هم شته، چې سلګونه کسان پکې ځاییدلی شي.

ترټولو جالبه خو دا چې د دغه پناه ځای د کوټو په کونجونو کې د کثافاتو داسې سطلونه چې د سرو ستورو په انځورونو پسولل شوي و، اېښودل شوي و. په اصل کې د دغو سطلونو کار دا و، چې ډی اکسایډ یې را کماوه. همدارنګه په راهرونو کې کیمیاوي ماسکونه راځوړند و، چې په بېړنې حالت کې موجوده کسانو استفاده ترې کولای شوای.
دا ځای اوس يو په زړه تفرېځای دی، خلک ورځي او په خوند لیدنه ترې کوي.

ژباړه: روح الله زهیر

Your SEO optimized title page contents