fbpx

کرزى: د سولې لپاره بايد بين الافغاني هڅې ګړندۍ شي

خبریال وېبپاڼه / ۸ سپټمبر ۲۰۱۹- د افعانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، چې د سولې لپاره باید بین الافغاني هڅې په بشپړه توګه ګړندۍ شي.

د سولې روانې پروسې په اړه د پخواني ولسمشر حامد کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې سوله د افغانستان د خلکو ستره آرزو ده او په افغانستان کې تر بل هر څه لومړیتوب لري.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي کله چې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو اسلامي تحریک ترمنځ د سولې په نامه هڅې پیل شوې، دغه اقدام د افغانستان د خلکو له تود هرکلي سره مخ شو، خو اوس چې دغه خبرې له خنډ سره مخ شوي دا په دې معنی نه ده چې د سولې لپاره دې افغاني هڅې هم اغېزمنې شي بلکې برعکس دغه هڅې باید تر بل هر وخته ګړندی شي.

کرزی زیاتوي، په همدې منظور په هېواد کې د پردو ګټو په روانه جګړه کې له افغاني ښکیلو خواوو غواړم چې له جګړې لاس واخلي او په پوره صداقت او هوښیارۍ سره د بین الافغاني مذاکراتو له لارې د تل پاتې او سرتاسري سولې د ټینګښت لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.

هغه د سیمې له سترو هېوادونو څخه هم غوښتي چې د سولېد راوستو په دې حساس وخت کې د افغانستان له خلکو سره نه یوازې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي بلکې سرعت هم ور وبخښي تر څو په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسېږي.

حامد کرزي زیاتوي هیله مند لرو چې د وسله والو طالبانو او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د سولې خبرې یو ځل بیا، له شفافیت او وضاحت سره، پیل او په افغانستان کې د دایمی سولې او ثبات سبب شي.

حامد کرزی د سولې په تړاو خپلې وروستۍ څرګندونې په داسې مهال کې وکړې چې نن د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د طالبانو مذاکراتي ټیم سره مذاکرات ودرول .

ډونالډ ټرمپ نن ویلي وو چې طالبان نه غواړې د سولې د هوکړې په درشل کې اوربند وکړي، دوی بې ګناه کسان وژني او یوې معنا داره هوکړې ته د رسېدو قدرت او ځواک هم نه لري.

ټرمپ وروسته له هغه له طالب مشرانو سره لیدنه لغوه کړه او د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې روانې خبرې یې ودرولې چې په کابل کې د دغې ډلې په یوه برید کې د ناټو او امریکا دوه سرتیري ووژل شول.

له غرمې وړاندې افغان حکومت هم د ټرمپ له څرګندونو وروسته یوه اعلامیه خپره کړه په اعلامیه کې لیکل شوي
وو :چې د سولې په روانه پروسه کې د رامنځته شوي خنډ لامل د افغانانو پر وړاندې د وسله‌والو طالبانو روانه جګړه او تاوتریخوالی دی.

حکومت وایي، چې رښتینې سوله هغه وخت راتلی شي کله چې طالبان افغان وژنه بس کړي، اوربند ته غاړه کېږدي او له افغان دولت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي له دې وړاندې هم په خپلو څرګندونو کې ویلي وو، چې په هېواد کې روانه جګړه یوازې او یوازې افغان وژنه ده او د افغانانو دښمنانو غواړي چې یوازې جګړې ته دوام ورکړي.

د حامد کرزي پر وینا یوازې او یوازې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ پلان شوې خبرې به په افغانستان کې د دايمي سولې او ثبات د راتګ لپاره تر ټولو مهم ګام وي.

Your SEO optimized title page contents