fbpx

طالبان: د سولې خبرو په درولو سره به تر بل هرچا زیات زیان امریکا وویني

خبریال وېبپاڼه / ۸ سپټمبر ۲۰۱۹ – وسله والو طالبانو د ولسمشر ټرمپ له لوري د سولې د خبرو د درولو په اړه اعلامیه خپره کړې او ویلې یې دي، چې امریکا به په دې پرېکړې سره تر بل هرچا خپل ځان ته زیات زیان واړوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په مازدیګر(د سپټمبر اوومه) په څو پرله پسې ټوېټونو کې ویلي و، ټاکل شوې وه چې سبا یکشنبه په ډېوېډ کمپ کې له ځینو طالب مشرانو سره وګوري، خو دا کتنه په کابل کې د طالبانو له لورې د وروستي برید له کبله لغوه شوې ده.
نوموړي د دغه لیدنې پر لغوه کولو سربېره په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د روانو خبرو د درولو امر هم وکړ.

طالبانو د ولسمشر ټرمپ د دغو څرکندونو په اړه اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي، چې امریکا به په دې ډول پرېکړو سره تر بل هر چا خپل ځان ته زیات تاوان واړوي او موږ تر پرونه له ا مریکایانو سره خبرې کولې او دا خبرې په یوه ښه فضا کې روانې وې.

همدارنګه طالبانو ویلي، چې د دغې ډلې داعیه شل کاله وړاندې هم مذاکره وه او اوس هم پر خپله دغه داعیه ټینګار کوي او پرې ولاړ دي.

دغه راز د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې طالبانو په تېرو آتلسو کلونو کې ثابته کړه، چې که ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ونه وځي دغه ډله لږو بهرنیو ځواکونو په وتلو هېڅکله نه راضي کېږي او خپلې دغې موخې ته د رسېدو لپاره به خپلو مبارزو او جګړو ته دوام ورکړي.

په اعلامیه کې راغلي: «د ولسمشر ټرمپ له دې اعلانه داسې جوتېږي، چې امریکایان اوس هم پر جنګ باور لري، خو طالبان بیا خپلو خبرو ته ژمن دي. طالبان پر خپل دریځ باور لري او پوهېږي چې امریکایان به هم بېرته همدې دریځ یعنې د سولې خبرو ته راځي.»

بلخوا د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ هم د ټرمپ د وروستیو څرګندونو په اړه په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې د سولې په روان بهیر د طالبانو د روانه جګړه یو لوی خنډ دی.

ارګ وايي، چې واقعي او ریښتینې سولې د رسېدو لپاره باید طالبان جګړه و دروي، اوربند وکړي او له افغان دولت سره مخامخ خبرې پیل کړي.

که څه هم افغان حکومت د ولسمشر ټرمپ د پرېکړې په اړه څرګنده دریځ نه وړاندې کوي، خو وايي که د امریکا او طالبانو ترمنځ کېدونکې هوکړه لاسلیک شوې وای، نو پایلې به یې د افغانان لپاره ډېرې ناوړه وای.

امریکا د تېرو لسو میاشتو راهیسې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې بوخت وه. تېره اوونۍ له طالبانو سره د امریکا د سولې نهم پړاو خبرې پای ته ورسېدې او زلمی خلیلزاد وویل چې دواړه لوري په اصولو کې هوکړې ته رسېدلې دي او یوازې د ولسمشر ټرامپ تایید پاتې دی، چې له هغه وروسته به پلې شي.

خو دا هرڅه د ولسمشر ټرمپ د وروستۍ پرېکړې له کبله ودرېدل، دا چې د سولې دغه بهیر په څنګه او کله بېرته پيلېږي، معلومه نه ده.

روح الله زهیر