fbpx

مایک پومپیو: ټرمپ به خپل فشارونه راکم نه کړي

خبریال وېبپاڼه / ۸ سپټمبر ۲۰۱۹ – د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وايي، که طالبان په سمه توګه پرمخ ولاړ نه شي او پرخپلو ژمنو عمل ونه کړي، د امریکا ولسمشر ټرمپ به خپل فشارونه هېڅکله راکم نه کړي.

پومپیو له «سي ان ان» شبکې سره په یوه مرکه کې وايي، که طالبان ځینې هغه مسائل لکه اوربند او له افغان دولت سره د خپلمنځي خبرو پیل عملي نه کړي، له دې ډلې سره به هېڅ ډول هوکړه لاسلیک نه شي.

ښاغلی پومپیو زیاتوي، چې موږ اوس هم په دغه هوکړه کار کوو او تر اوسه ډېر نور کارونه هم شته چې باید ترسره شي؛ خو نور باید موږ عمل ووینو نه ژمنې او موږ به په دې برخه کې خپلو کارونو ته دوام ورکړو.

همدارنګه نوموړي په خپلو خبرو کې د سولې د خبرو د بیا پیلېدو په اړه علاقه وښوده او ویې ویل چې واشنګټن اوس هم غواړي چې له طالبانو سره د سولې یوې هوکړې ته ورسېږي؛ خو امریکا به تر هغه نوره مخکې لاړه نشي، تر څو چې طالبانو په یوه باالقوه توافق کې خپلې ژمنې نه وي عملي کړې.

ولسمشر ټرمپ د شنبې په مازدیګر اعلان وکړ، چې د طالبانو د بریدونو له کبله یې له دغې ډلې سره د امریکا د سولې خبرې درولې دي.

د امریکا ولسمشر ویلي و، ټاکل شوې وه چې په ډېوېډ کمپ کې د سولې په تړاو د طالبانو له مشرانو او له افغان ولسمشر سره لیدنه ولري؛ خو په کابل کې د طالبانو د وروستي برید له امله یې، چې د یوه امریکايي سرتیري په ګدون ۱۲ تنه پکې ووژل شول، دغه لیدنه لغوه او د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې روانې خبرې وردولې.

بل پلو طالبانو هم د ولسمشر ټرمپ د پرېکړې په تړاو اعلامیه خپره کړه او ویې ویل، چې طالبان د سولې خبرو ته ژمن دي.

طالبانو په خپله خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې د دغې ډلې اصلي غوښتنه دا ده، چې بهرني پوځیان په بشپړ ډول له افغانستانه ووځي او د لږو بهرني ځواکونو وتل زموږ لپاره د منلو نه دي.

طالبان وايي، چې دوی په د خپلې موخې؛ یعنې له افغانستانه په بشپړ ډول د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره خپلو جګړو ته دوام ورکړي.

ارګ د ډونالډ ټرمپ له دغې پرېکړې وروسته ویلي، چې ریښتینې سوله هغه مهال راتلی شي چې اوربند وشي او طالبان له افغانانو سره مخامخ خبرې پیل کړي.

همدارنګه د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزی وایي، کله چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په نامه هڅې پیل شوې، نو د افغانستان خلکو تود هرکلی ترې وکړ؛ خو اوس چې دغه خبرې له خنډ سره مخ شوې دا په دې معنا نه ده، چې د سولې لپاره دې افغاني هڅې هم اغېزمنې شي، بلکې برعکس دغه هڅې باید تر بل هر وخته ګړندی شي.

دا چې د سولې په تړاو به د ولسمشر ټرمپ دغه پرېکړه څنګه او کله بدلېږي او له طالبانو سره به په کوم ډول خبرې پیلوي او کنه، معلومه نه ده.

روح الله زهیر