fbpx

د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا د افغانستان پر وضعیت خبرې کوي

خبریال وېبپاڼه / ۹ سپټمبر ۲۰۱۹ – د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به سبا په یوه مهمه غونډه کې په افغانستان کې روان وضعیت څېړي او په اړه به یې خپل اقدامات بیانوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبانۍ پلان شوې غونډۍ ته به د ملګرو ملتونو منشي انتونیو ګوتریش خپل وروستی راټول شوی راپور هم وړاندې کړي. د هغه په راپور کې چې لا له وړاندې د رسنیو له لارې خپور شوی دی پر بین الافغاني خبرو او د خبرو له لارې د جګړې پر حل ټینګار شوی دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي همدا راز په افغانستان کې اقتصادي، سیاسي او امنیتي وضعیت خراب بللی و، خو ټینګار یې کړی و چې په دې سختو شرایطو کې ملګري ملتونه د افغانستان تر څنګ ولاړ دي.

نوموړي د افغانستان په اړه د دې سازمان د نوي راپور تر خپرېدو مخکې ویلي، طالبان او نورې ترهګرې ډلې دې د ټاکنو کارکوونکي او رایه ورکوونکي نه په نښه کوي.

دا راپور چې ټاکل شوې سبا سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر بحث وروسته خپور شي پکې د افغانستان وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

په راپور کې دغه راز افغان ټاکنو ته د ورپېښو ګواښونو یادونه هم شوې ده او ویل شوي چې دغه ګواښونه ښایي ډېر افغانان په ټاکنو کې له ګډونه راوګرځوي.

په داسې حال کې سبا سه شنبه د افغانستان د وضعیت په تړاو د امنیت شورا غونډه جوړیږي چې پرون د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغان سولې په تړاو د طالبانو مذاکراتي ټیم سره خبرې لغوه اعلان کړې.

ډونالډ ټرمپ پرون له غرمې وړاندې ویلي وو، چې طالبان نه غواړې د سولې د هوکړې په درشل کې اوربند وکړي، دوی بې ګناه کسان وژني او یوې معنا داره هوکړې ته د رسېدو قدرت او ځواک هم نه لري.

افغان حکومت هم د ټرمپ له څرګندونو وروسته یوه اعلامیه خپره کړې په اعلامیه کې لیکل شوي:چې د سولې په روانه پروسه کې د رامنځته شوي خنډ لامل د افغانانو پر وړاندې د وسله‌والو طالبانو روانه جګړه او تاوتریخوالی دی.

افغان حکومت وایي، چې رښتینې سوله هغه وخت راتلی شي کله چې طالبان افغان وژنه بس کړي، اوربند ته غاړه کېږدي او له افغان دولت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي.

پرون پخواني ولسمشر حامد کرزي هم ویلي وو چې یوازې او یوازې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ پلان سوې بین الافغاني مذاکرات به په افغانستان کې د دايمي سولې او ثبات د راتګ لپاره تر ټولو مهم ګام وي.

Your SEO optimized title page contents