fbpx

وردګو کې د بې پيلوټه الوتکې برید اووه ملکیان شهیدان کړي

خبریال وېبپاڼه/ ۹ سپټمبر ۲۰۱۹- د راپووونو له مخې په میدان وردګو ولایت کې د یوې بې پيلوټه الوتکې په برید کې اووه ملکیان شهیدان شوي دي.

د معلوماتو له مخې تېره شپه شاوخوا اته بجې د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ په جوزرین کلي کې بې پيلوټه الوتکې پر یوه سراچه ډوله موټر برید کړی دی چې په پایله کې اووه کسه ملکیان چې څلور یې د یوې کورنۍ غړي دي شهیدان شوي دي.

د میدان وردګو ولایت د والي ویاند محب الله شریفزي پېښه تایید کړې خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي. دده په خبره ددې پېښې د څېړنې لپاره یو پلاوی ګومارل شوی دی او د پلاوي تر ارزونو وروسته به رسنیو ته په دې اړه بشپړ معلومات ورکړي.

د وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ اوسېدونکي بیا وايي، چې حکومت او طالبانو دواړو یې ژوند ورته سور اور ګرځولی او خپل ورځني کارونه ټول ترې پاتې دي.

له دې وړاندې هم دوی خبریال ډاټ کام ته ویلي وو چې د ورځې لخوا د ملي اردو او طالبانو ترمنځ له بې وقفې او هره ورځ جګړو او شپنیو عملیاتو له امله هرڅه ترې پاتې دي او یوازې د مرګ لپاره شېبې شمېري.

د میدان وردګو ولایت اوسېدونکي د اعتراض په توګه وایې چې د ا فغان او بهرنیو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې تر ډېره ملکي وګړي شهېدان کېږي، د دوی پر وینا هوایې او ځمکني عملیاتو کې ملکیانو ته هېڅ پام نه دی شوی.

دغه راز دوی وایي، افغان او بهرني ځواکونه د هوایې او ځمکنیو عملیاتو پر مهال د یو بل سره هماهنګي نه لري چې له همدې امله طالبان بچ پاتې کېږی او د هغوی پر ځای په عملیاتو کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوړي.

ځایي اوسېدونکي زیاتوي، په هوایې او ځمکنیو عملیاتو کې له دې وروسته باید پام وشي ځکه د دې سیمي ډیری بې ګناه خلکو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی دوی له حکومت غوښتنه وکړه چې د عملياتو پرمهال دې د ملکیانو ژوند ته جدي پام وکړي.

دغه راز د میدان وردګو ولایتي شورا غړي هم دعملیاتو پر مهال د همغږۍ غوښتنه کوي او وایي ،امنیتي ادارې باید په هغو سیمو کې عملیات ترسره نه کړي، چې ملکیان پکې مېشت دي.

خو د دې ولایت امنیتي مسوولین بیا وایي، د عملياتو پر مهال د ملکیانو ژوند ته جدي پام کوي ،خو وایي مخالفین د خلکو له کورونو څخه د سپر په توګه استفاده کوي.

د یادونې وړده په دې وروستیو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو د شپنیو عملیاتو پر مهال په زیاته اندازه ملکیان شهیدان کېږي افغان حکومت هم د ملکیانو وژنه صفر ته راټیټول هدف ګرځولی خو لا هم نه دي بریالي شوي.

Your SEO optimized title page contents