fbpx

برېتانیا: طالبان دې ثابته کړي چې هوکړو ته ژمن دي

خبریال وېبپاڼه / ۹ سپټمبر ۲۰۱۹ برېتانیا وایي وسله وال طالبان دې په ډاډ سره ثابته کړي چې دوی خپلو هوکړو ته ژمن پاتې کېږي او له هوکړو به سرغړونه نه کوي .

نن په پلازمېنه کابل کې د برېتانیا سفارت د طالبانو مذاکراتي ټیم او امریکا ترمنځ د مذاکراتو پر ځنډېدو غبرګون ښودلی دی.

د بریتانیا سفارت له لوري په تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې طالبانو د سولې له خبرو سره همماله جګړې ته دوام ورکړی دی او بریدونه کوي، دغه راز سرچینه کاږي طالبانو څو ورځې وړاندې د بشري حقونو یو کارمند هم برمته کړی و چې وروسته یې وژلی دی.

د خبرپاڼې په وروستیو کې راغلي وسله وال طالبان باید ثابته کړي چې دوی هوکړو ته ژمن پاتې کېږي او په دې صورت کې د سولې خبرې مثبتو پایلو ته رسېدلی شي.

بریتانیا د سولې په تړاو غبرګونو په داسې مهال وښود کله چې پرون له غرمې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د طالبانو مذاکراتي ټیم سره مذاکرات ودرول .

ډونالډ ټرمپ ویلي وو چې طالبان نه غواړې د سولې د هوکړې په درشل کې اوربند وکړي، دوی بې ګناه کسان وژني او یوې معنا داره هوکړې ته د رسېدو قدرت او ځواک هم نه لري.

افغان حکومت هم د ټرمپ له څرګندونو وروسته یوه اعلامیه خپره کړې په اعلامیه کې لیکل شوي:چې د سولې په روانه پروسه کې د رامنځته شوي خنډ لامل د افغانانو پر وړاندې د وسله‌والو طالبانو روانه جګړه او تاوتریخوالی دی.

افغان حکومت وایي، چې رښتینې سوله هغه وخت راتلی شي کله چې طالبان افغان وژنه بس کړي، اوربند ته غاړه کېږدي او له افغان دولت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي.

خو تېره شپه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي وو، که طالبان په سمه توګه پرمخ ولاړ نه شي او پرخپلو ژمنو عمل ونه کړي، د امریکا ولسمشر ټرمپ به خپل فشارونه هېڅکله راکم نه کړي.

پومپیو دا څرګندونې د «سي ان ان» شبکې سره په یوه مرکه کې کړې وې، هغه زیاتوي که طالبان ځینې هغه مسائل لکه اوربند او له افغان دولت سره د خپلمنځي خبرو پیل عملي نه کړي، له دې ډلې سره به هېڅ ډول هوکړه لاسلیک نه شي.

د یادولو ده د ملګرو ملتونو امنیت شورا به هم سبا په یوه مهمه غونډه کې په افغانستان کې روان وضعیت وڅېړي او په اړه به یې خپل اقدامات وړاندې کړي.