fbpx

لنډغرو په کابل کې یو پولیس شهید کړی دی

خبریال وېبپاڼه / ۹ اګست ۲۰۱۹ ـ نن په کابل کې د جمیعت اسلامي د وژل شوي قومندان احمدشاه مسعود اتلسم تلین نمانځل کېږي، د تېر کله په څېر دا ځل هم د نوموړي پلویان ښار ته راوتي او په نقلیه وسایلو یې د مسعود عکسونه او د جمیعت اسلامي بیرغ ځړولي دي، همدا ډول ویل کېږي چې له دې کسانو سره وسلې هم شته او ځای ځای ډزې هم کوي.
په تازه خبرونو کې ویل شوي دي چې د کابل ګارنیزیون یو سرتېری د احمدشاه مسعود د لارویانو لخوا نن په کابل ښار کې شهید شوي دی.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال مروه امیني وايي، دا سرتېری هغه مهال د لنډغرو لخوا په مرمیو ویشتل شو چې په ښار کې یې د امنیت د ساتنې دنده ترسره کوله.
د یادونې وړ ده چې په تېرو کلونو کې هم د مسعود پلویانو د نوموړي د تلین په نمانځلو کې په عامو خلکو او امنیتي سرتېرو ډزې کړې دي چې هغوی یې ټپیان یا شهیدان کړي دي.
که څه هم د احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود د خپل پلار له پلویانو غوښتي و چې د نوموړي د تلین په نمانځلو کې دې له وسلو سره ښار ته نه وځي، خو بیا هم د احمد مسعود خبره نه ده اورېدل شوې او نن په کابل ښار کې یې د پلار ګڼ لنډغر پلویان له وسلو سره راوتي او په ښار کې یې وېره خپره کړې ده.
یوه ورځ مخکې د کورنیو چارو وزارت هم د شهید د اوونۍ او د عاشورا په رارسېدو سره له ټولو هېوادوالو غوښتي و چې د شهیدانو روح ته د درناوي په خاطر له خپلو امنیتي ځواکونو سره د امنیت د ټینګښت په برخه کې مرسته وکړي او د خلکو رواني امنیت او عامه نظم دې نه ګډوډوي.
یاد وزارت همداراز ویلي و، له امنیتي ځواکونو پرته بل هېڅوک حق نلري چې په ښار کې له وسلو او نظامي یونیفورم سره وګرځي او په ډزو لاس پورې کړي. همدا ډول په ښار کې د تورو ښیښو، بې اسناده، بې پلېټه، غیر قانوني او په خشنو رنګونو رنګ شويو موټرونو ګرځول هم منع دي.
خو د کورنیو چارو وزارت دې سپارښتنو ته د مسعود لارویانو بیا هم پام نه دی کړی، و به کتل شي چې دا وزارت به د دې لنډغرو په وړاندې څه عکس العمل وښيي؟
بل پلو د کابل ښار په څلورمه امنیتي حوزه کې یوې چاودنې درې کسه ټپیان کړي دي. ویل کېږي دا برید هم د مسعود په لارویانو شوی او د دوی له ډلې درې تنه یې ټپيان شوي دي.
د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز رسنیو ته پېښه تایید کړې ده او وايي چې چاودنه د مقناطیسي ماین له امله رامنځ ته شوې ده.