fbpx

افغانستان د کرکټ په تاریخ کې دویمه ټېسټ لوبه هم وګټله

خبریال وېبپاڼه / ۹ سپټمبر ۲۰۱۹ ـ د افغانستان او بنګله دیش ملي لوبډلو ترمنځ یوازنۍ ټېسټ لوبه افغان ملي لوبډلې په وروستۍ ورځ په ستر توپیر ۲۲۴ منډو باندې وګټله دا د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې دریمه پنځه ورځنۍ لوبه وه چې دوهمه بریا یې پکې خپله کړه.

دا سیالي د سپټمبر پر پنځمه نېټه د بنګله دېش په کوربه توب په چاټوګرام ښار کې پیل شوې وه چې نن د سپټمبر په نهمه نېټه د افغانستان په ګټه پای ته ورسېده، افغان لوبډلې په لومړۍ ورځ دې لوبه کې پچه وګټله او خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې افغانستان په لومړۍ او دوهمه پاڼۍ کې ښه توپ وهنه وکړه.

په لومړۍ پاڼۍکې افغانستان د لسو لوبغاړو په سوځېدو سره ټوټل ۳۴۲منډې جوړې کړې، په ځواب کې بنګله دېش هم د لسو لوبغاړو په سوځېدو سره ټولې ۲۰۵ منډې وکړې او له افغانستان ۱۳۷ منډې باقي شوه، خو په دوهمه پاڼۍ کې افغانستان یو ځل په توپ وهنه کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو سره ټوټل ۲۶۰ منډې وکړې او بنګله دېش ته یې وروستی هدف ۳۹۸ منډې وټاکه.

د افغانستان لپاره په لومړۍ پاڼۍ کې رحمت شاه ۱۰۲، اصغر افغان ۹۲، راشد خان ۵۱ او افسر ځاځي تر ۵۱ پورې تر نورو ښې منډې جوړې کړې.

د بنګله دېش لپاره په توپ اچونه کې تاج الاسلام څلور لوبغاړي، نعیم حسن او شکیب الحسن د افغانستان دوه – دوه لوبغاړي له مخې پورته کړ، دغه راز محمد الله او مهدي حسن هم یو لوبغاړی وسوځوه.

بنګله دېش بیا په خپلې لومړۍ پاڼۍ کې د افغانستان د ۳۴۲ منډو په ځواب کې ټولې ۲۰۵ منډې جوړې کړې او له افغان لوبډلې ۱۳۷ منډې وروسته پاتې شوه.

د بنګله دېش لپاره په توپ وهنه کې مومېن الحق ۵۲ ،مصدق حسین ۴۸، لېټن ډاس ۳۳ او سمیه سرکار ۱۷ منډې تر نورو ډیرې جوړې کړې.

د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې راشد خان پنځه لوبغاړي وسوځول، دغه راز محمد نبي درې، قیس احمد یو او یامین احمدزي هم یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

افغانستان بیا په دوهمه پاڼۍ کې ټولې ۲۶۰ منډې جوړې کړې او د لوبې په څلورمه ورځ د سهار پر مهال وسوځېدله.

د افغانستان لپاره په دوهمه پاڼۍ کې تر ټولو ډیرې منډې ابراهیم ځدراڼ جوړې کړې، نوموړی په ۸۷ منډو باندې وسوځېد چې په لومړۍ نړیواله لوبه کې نیمه سلیزه هم په خپل نوم ثپت کړه، ورسره اصغر افغان یوځل بیا نیمه سلیزه ووهله هغه هم ۵۰ منډې وکړې، افسر ځاځی بیا تر پایه په ۴۸ منډو باندې ناسوځېدلی پاتې شو.

د بنګله دېش لپاره په دوهمه پاڼۍ کې شکیب الحسن درې لوبغاړي وسوځول او مهدي حسن، تاج الاسلام، نعیم حسن بیا دوه دوه لوبغاړي له مخې پوره کړ او یو افغان لوبغاړی دوی رن اوټ کړ.

د ټېسټ کرېکټ د قانون له مخې کله چې یوه لوبډله په لومړۍ پاڼۍ کې څومره منډې مخکېوالی پیداکړي هغه منډې به د دوهمې پاڼۍ ترسره شویو منډو سره جمع کېږي، نو له همدې امله افغانستان په پیل کې ۱۳۷ منډې له بنګله دېشه ډېرې کړې وې. او په دوهمه پاڼۍ کې هم ټولې ۲۶۰ منډې وکړې چې، په دې سره یې بنګله دېش ته د ۳۹۸ منډو وروستی هدف ټاکلی وو.

بنګله دېش د ۳۹۸ منډو په تعقیب کې پاتې راغله او ټوله لوبډله یې په دوهمه پاڼۍ کې هم یوازې په ۱۷۳ منډو باندې وسوځېدله چې له افغانستانه یې تاریخي ماته وخوړه.

د بنګله دېش لپاره د دوهمې پاڼۍ په توپ وهنه کې شکیب الحسن تر ټولو ډیرې ۴۴ منډې وکړې، ورپسې شاد من اسلام ۴۱، سمیه سرکار ۱۵ او مهدي حسن ۱۲ منډې تر نورو ډېرې وکړې خو لوبډلې یې ماتې وخوړه.

افغانستان پرون د لوبې په څلورمه ورځ د بنګله دېش یوازې شپږ لوبغاړي سوځولي وو چې پکې درې راشد، دوه ظاهر خان او یوه محمد نبي اخیستې وه.

خو نن د باران سره سره لوبه ډیره جالبه وه بنګله دېش لپاره له ۹۶ اورونو لوبه ۱۷،۲ اورونو ته راښکته شوه او بنګالیانو هڅه کوله چې یاده لوبه مساوي کړي، خو د راشد خان او ظاهر خان جادوګرې توپ اچونې یې ملا ورماته کړه او پاتې څلور واړه ویکټې ترلاسه کړې.

په ټوله کې راشد خان په دوهمه پاڼۍ کې شپږ لوبغاړي وسوځول، ورسره محمد نبي یو او ظاهر خان درې مهمې ویکټې ترلاسه کړې او افغانستان ته یې دغه تاریخي بریا ورپه برخه کړه.

راشد خان د دې سیالیو په دواړو پاڼیو کې د بنګله دېش ۱۱ لوبغاړي وسوځول په نړۍ کې لومړنی لوبډلمشر هم ثابت شو چې د کپتانی په لومړۍ لوبه کې ۱۱ لوبغاړي سوځوي.

دا ټېسټ لوبه د ریکارډونو سره مل وه رحمت شاه هم لومړنی افغان لوبغاړی شو چې په ټېست کرکټ کې یې د سلیزې جوړولو ریکارډ په خپل نوم کړ.

دغه راز لوبډلمشر راشدخان په نړۍ کې تر ټولو کم عمره لوبغاړی هم وشمیرل شو چې په ټيسټ لوبو کې د یوې لوبډلې لوبډلمشري ترسره کوي او بریا هم ترلاسه کوي.

ځوان لوبغاړي قیس احمد هم په خپله لومړۍ لوبه کې یو لوبغاړی وسوځوه ،ورسره ابراهیم ځدراڼ هم په لومړنۍ ټېسټ لوبه کې ۸۷ منډې جوړې کړې.

دا ټېسټ سیالي د اصغر افغان لپاره هم ښه تمامه شوه نوموړي په لومړنۍ پاڼۍ کې ۹۲ او په دوهمه پاڼۍ کې ۵۰ منډې وکړې.

دغه راز د افغانستان مخکښ الراونډر محمد نبي عیسی خېل هم له ټېسټ لوبو څخه رسمآ خپله استعفا اعلان کړه د نوموړي د بنګله دېش پر وړاندې دا وروستۍ ټېسټ لوبه وه چې افغانستان وګټله.

یاده دي وي چي دا ټېسټ لوبه د ابراهیم ځدراڼ، قیس احمد او ظاهرخان لپاره لومړۍ لوبه وه چې درې واړه پکې ښه وځلېدل.

د یادولو ده افغانستان د ټيسټ غړیتوب ترلاسه کولو وروسته دا دریمه ټيسټ لوبه وه چې یوه لومړۍ یې له هنده بایللې وه، دوهمه یې له ایرلینډۍ لوبډلې ګټلې وه او نن یې دریمه هم له بنګله دېشه وګټله.