fbpx

د شهید که د لنډ‌غرو اوونۍ؟

خبریال وېبپاڼه / ۹ سپټمبر ۲۰۱۹ – د طالبانو د رژیم تر ړنګېدو وروسته افغان حکومت د سنبلې یا وږي میاشتې وروستۍ اوونۍ د شهید د اوونۍ په نوم ونوموله، دا اوونۍ یوازې د یوه شهید نه، بلکې د افغانستان د یو نیم میلیون شهیدانو په نوم وه. پر افغانستان باندې د شوروې د یرغل پرمهال په دغه هېواد کې تر یو نیم میلیون زیات کسان شهیدان شول. خو اوس د سنبلې میاشتې د وروستۍ اوونۍ آتلسمه یوازې د څو زورواکو په شهیدانو او په ځانګړې توګه د شمالي ټلوالي په وژل شوي قومندان احمدشاه مسعود پورې محدوده شوې ده.

دولت هم په دې برخه کې ستره درغلي کوي او یوازې د همدې یوه شخص تلین لمانځي، چې دا د هېواد له اصلي شهیدانو سره ستره جفا ده. اوس چې د شهید د اوونۍ په اړه خبره کېږي یوازې د احمدشاه مسعود لنډغر پلویان، وسلې، وحشت، ترهه، زور ښوودنه او نورې ناوړه پدیدې به دې سترګو ته درېږي. دا هرڅه سترګو ته نه درېږي، بلکې د احمدشاه مسعود د وژل کېدو په هر تلین کې د نوموړي د لنډغر پلویانو له لوري په کابل او ځینو نورو ښارونو کې عملاً نندارې ته اېښودل کېږي.

نن هم د روان ۱۳۹۸ لمریز کال د وږی په آتلسمه نېټه په کابل کې د وژل شوي مسعود پلویانو د نوموړي آتلسم تلین په وحشت او ترهې خپرولو سره ولمانځه؛ ډزې یې کولې، پر موټرونو یې د وژل شوي قومندان انځورونه نصب کړي او خلک یې داړل، په درنو او سپکو وسلو سبمال وو او په کورنۍ جګړه کې د واکمنې ډلې بیرغ یې له ځان سره لېږداوه او څوک یې په بېلابېلو ډولونو ځوراوه. دېته اوس د شهید اوونۍ ووایو او که یوازې په وژل شوي احمدشاه مسعود پورې د محدود شوې د لنډغرو ورځ؟
هرڅه روښانه دي، د یوه شهید تلین په دې ډول نه لمانځل کېږي، په داسې يوه ورځ باید دعا وشي، ختم او خیرات وشي، له خلکو سره ښېګڼه وشي، چې داسې څه هېڅ نه وو، بلکې یوازې سپکې او درنې وسلې وې، د خلکو ټپي کول او شهیدول وو، وحشت، ترهه او لندغري وه. نو په دې صورت کې ویلای شو، چې نن د وژل شوي احمدشاه مسعود پلویانو، د شهید ورځ نه، بلکې د لنډغرېزم، وحشت، زورواکۍ او ترهې ورځ ولمانځله او خلکو ته یې دا وښوودله، چې موږ تر دې وړاندې هم لنډغر وو او هرڅه مو د زورزیاتي او وسلې له لارې وو او تر دې وروسته به هم متمدن نه شو او دا ورځې به همداسې په وحشت او وېرې خورولو سره لمانځو.

هو! د احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود مخکې له دې چې د پلار پلویان یې د هغه تلین په داسې توګه ولمانځي له هغوی غوښتي وو، چې باید له وسلو سره ښار ته و نه وځي؛ خو دا خبرې یا وا نه ورېدل شوې او یاهم دا یوازې د رسنیو او خلکو پروړاندې ځان سپین ښوودل و؛ ځکه که چېرې نوموړې په ريښتیا هم غوښتې وای، چې په ښار کې په دې ورځ خلک آزورده نشي او د پلار پلویان یې لنډغري ونه کړي؛ بیا دا وحشت او لنډغري نه کېدله.

د احمد مسعود ټینګارونه هم یوازې رسنیز وو، ښايي په زړه کې هم دا غوښتل چې د پلار د پلویانو زور او وحشت باید کابل ښاریانو ته ور وښودل؛ ځکه بیا به د کابل ښاریان د نوموړي د پلار او د هغه د پلویانو دغه ډول لنډغري، وحشت او وېره خورول هېر کړي او بیا به یې پر موږ سترګه نه ډکېږي.

Your SEO optimized title page contents