fbpx

ولسمشر: ځان قربانولای شم، خو پر جمهوریت معامله نشم کولای

خبریال وېبپاڼه / ۹ سپټمبر ۲۰۱۹ – ولسمشر محمد اشرف غني وايي، سوله او ټاکنې دواړه مهم دي او زه په دې برخه کې هر ډول قربانۍ ته تیار یم، خو جمهوریت او همدارنګه اساسي قانون د معاملي وړ نه دي.

نوموړي چې نن لماسپښين یې د ملي امنیت د سرپرست ضیاء سراج د معرفۍ په مراسمو کې خبرې کولې وویل:« د سولې اصلي مالکین، طرحه کوونکي او عملي کوونکي افغانان دي. له ما چې هر ډول قرباني وغواړئ حاضر یم، خو جمهوریت او همدا راز اساسي او د هېواد د وګړو اساسي حقوق د معاملي وړ نه دي.»

نوموړي زیاته کړه، چې حکومت همېشه له طالبانو سره خبرو ته چمتو دی، خو په دې شرط چې طالبان زورزیاتی بند کړي او اوربند وکړي.
دی وايي د سولې ملکیت د افغانانو دی او که عملي کېږي هم د افغانانو له لوري به عملي کېږي.

ولسمشر غني وویل، طالبان دا فکر کوي، چې پر افغانانو به فشار راوړي او وبه یې ډار کړي، خو دا د دوی یو ناسم فکر دی او دا ملت هېڅله په زور نه تسلمېږي.

غني همدارنګه وویل، موږ یو آزاد ملت یو او خپل تصمیمونه به په خپله نیسو، مختلف نظامونه مو تجربه کړل او د دغه څلوېښت کلن بحران یوازینۍ لار د اساسي قانون تطبیق او د ټاکنو ترسره کېدل دي.

ښاغلي غني د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د مننې ترڅنګ وویل: «ستاسو اتلولي زموږ د سرلوړۍ لامل شوې او په ډېر سختو شرایطو کې مو په زړوتیا قدمونه اوچت کړي دي. تاسو د دې خاروې اصیل بچیان یئ او د هېواد له لوېشت لوېشت خاورې دفاع کوئ.»

ولسمشر دا خبرې په داسې حال کې کوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرې وردولې او همدارنګه په کمپ ډېوېډ کې یې د سولې په تړاو له ځينو طالب استازو او همدارنګه ولسمشر غني سره خپله لیدنه لغوه کړه.

ټرمپ د خپلې دغې پرېکړې لامل په کابل کې د طالبانو وروستی برید ښودلی، چې په پایله کې یې د یوه امریکايي سرتېرې په ګډون دولس تنه ووژل شول.
د ټرمپ په دې پرېکړې سره د طالبانو د قطر دفتر هم حیرانتیا ښوودلې وه.

د ولسمشر ټرمپ له دې اعلان وروسته د سولې برخلیک هم همداسې نامعلومه پاتی دی او تر اوسه څرګنده نه ده، چې امریکا به له طالبانو سره د سولې خبرې بیخي لغوه کوي او که بیا به یې بېرته پیلوي.

د یادونې وړ ده، چې د ولسمشر ټرمپ له لوري له طالبانو سره د امریکا د سولې د مذاکراتو د درولو په اړه یو شمېر افغان سیاستوال او همدارنګه عام وګړي بېلابېل نظرونه څرګندوي؛ ځينې وايي چې درول یې لوی زیان دی باید د سولې خبرې بېرته له سره پیل شي، خو ځينې نور بیا وايي، چې د سولې خبرې باید تر هغه پیل نه شي، تر څو طالبانو په بشپړ ډول اوربند نه وي کړي.

روح الله زهیر