fbpx

افغانستان په نننۍ بریا سره د اسټرالیا ريکارډ مساوي کړ

خبریال وېبپاڼه / ۹ سپټمبر ۲۰۱۹ – د بنګله دېش خلاف ټيسټ لوبه کې د ۲۲۴ منډو په بري سره افغانستان د اسټرالیا پخوانی اوږترين ریکارډ مساوي کړی دی.

که څه هم چې د بنګله دېش او د افغانستان ترمنځ لوبه کې باران زیاتره مداخله وکړه، درې ځلې يې لوبه ودروله. افغانستان په وروستۍ ورځ يواځې څلور ويکټې د بري څخه ليرې وو، خو له بلې خوا وخت نا وخت د اورښت پيليدل هغه څه ول چې افغان لوبغاړي يې ځورول. د نن ورځې غرمۍ ډوډۍ وقفې او لږې څه دمې وروسته د باران د ودريدو وروسته د لوبې لوبڅارانو د ۱۸،۳ اورونو د لوبولو پریکړه وکړه.

داسې تصور هم کيده چې دغه ټيسټ لوبه به مساوي پای ته وراسيږي، خو افغان سپنرانو په ځانګړي توګه راشدخان په بنګالیانو برید پیل کړ او يو پر بل پسې يې له مخې پورته کړل او راشدخان د شپږو ویکټو په اخيستلو سره افغاستان ته تاريخې او ناهيريدوونکي بریا ور په برخه کړه.

نوموړي په لومړۍ پاڼۍ کې ۵ او په دوهمه پاڼۍ کې ۶ ويکټې واخيستې او ټولټال يې ۱۱ ويکټې ترلاسه کړې. په دې سره نوموړی لومړی لوبغاړی وشمیرل شو چې په کم عمر کې د لوبډلې د کپتان په توګه په لومړۍ ټیسټ لوبه کې بریا خپلوي. همداشان نوموړی د پاکستان پخواني لوبغاړي او اوسني صدراعظم عمران خان، او اسټرالیاوي الن برډر وروسته دریم لوبغاړی وشمیرل شو، چې په لومړۍ ټيسټ لوبه کې د کپتان په توګه لس ويکټې او همداشان په ۵۰ منډې جوړوي.

په دې بریا سره افغاستان د اسټراليا هغه د اوږدې مودې ريکارډ هم مساوي کړ، چې په کمو لوبو کې زیاتې بریاوې خپلوي.

افغانستان په ترسره کړل شو درې ټيسټ لوبو کې اوسمهال دوه بریاوې لري. اسټرالیا هم په درې ټيسټ لوبو کې دوه بریاوې خپلي کړې وې.دغه شان انګليستان د څلورو لوبو وروسته دوه بریاوې خپلې کړي وې،ويسټ انډيز د ۱۲ سيالیو وروسته، سویلي افريقا له ۱۳ سيالیو وروسته، نیوزیلینډ له ۵۵ سيالیو وروسته، هندوستان له ۵۵ سيالیو وروسته، پاکستان له ۹ سيالیو وروسته، سریلانکا ۲۰ سيالیو وروسته، زمبابوې له ۳۱ سيالیو وروسته او بنګله دېش له ۶۰ لوبو وروسته بریاوې خپلې کړي دي.

عزيزي

Your SEO optimized title page contents