fbpx

افسر ځاځی: په آسیایي پېچونو کې افغانستان اوس یو خطرناک ټیم دی

خبریال وېبپاڼه / ۱۰ سپټمبر ۲۰۱۹- د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې ویکټ ساتوونکی لوبغاړی افسر ځاځی وایي په آسیایي هېواد هندوستان کې روزنیز تمرینات له مونږ سره د یوې پیاوړي ټیسټ لوبډلې په جوړیدو کې مرسته کولی شي.

نوموړي وویل: (( طبعاً په هندوستان کې تمرینات ترسره کول زمونږ لپاره ګټور ثابتیدلی شي.))

ځاځی زیاتوي په آسیایي کنډیشن کې اوس ډیر خطرناک ثابت شوي دي.

((په آسیایي پېچونو او کنډیشن کې مونږ اوس یو خطرناک ټیم یو. زمونږ توپ وهنه مخ په ښه کیدو ده.مونږ ډیر ښه وړتیا لروونکي ورو توپ اچوونکي لرو، مونږ پدې یقین یو چې په اوس ورځو کې خطرناک ټیم شمیرل کیږو.))

نوموړي وویل چې مونږ په افغانستان کې ښه استعدادي لوبغاړي لرو او د افغانستان راتلوونکی ښه دی.

((البته، د یوې ټیسټ لوبډلې په توګه مونږ خوشبیني یو.مونږ په خپل کور(افغانستان) کې ښه استعدادونه لرو.مونږ هلته په ډومسټیک لېول فرسټ کلاس سیالۍ ترسره کوو،ډیر ښه استعدادي توپ اچوونکي او توپ وهونکي دي،نو د افغانستان راتلوونکی خوندي دی.))

افسر ځاځی زیاتوي چې په توپ وهنې او روزنې برخه کې پخوانی لوبډلمشر نوروز منګل له دوی سره زیات محنت کوي او له دوی سره خپلې مشورې شریکوي.

هغه وویل: (( زما په نظر د توپ وهنې په برخه کې چې ښه والی او تغیر راغلی، علت یې دا دی چې مونږ په خپلو تیاریو کې زیاته خواري او محنت کوو. زمونږ د روزونکي برخه په ځانګړي توګه پخوانی لوبډلمشر او اوسنی د توپ وهنې روزونکی نوروز منګل په دې برخه کې له مونږ سره ښه دنده اجرأ کوي،خپلې لارښوونې او هر وخت ډاډ او اطمینان را کوي.))

ځاځي له ې سره موافقیت څرګند کړ چې بورډ د هر فارمټ لپاره ځانته لوبغاړو په ګوته کوي.

نوموړي وویل دا ډیره ښه ده چې د هر فارمټ لپاره ځانته لوبغاړي ولرو، په خاصه توګه ټیسټ کریکټ کې مونږ زیاتو لوبغاړو ته اړتیا لرو،دا زمونږ لپاره نوی فارمټ دی او ددې فارمټ لپاره مونږ باید ډیره خواري په تخنیک او مهارت وکړو.

افسر ځاځي دا هم وویل چې د بنګله دېش خلاف په ټیسټ لوبه کې بریا مونږ ته نور مورال هم راکړی دی.

(( که رښتیا ووایم!،دغت ټیسټ لوبه مونږ ته د شل اوریزو او پنځوس اوریزو سیالیو څخه هم زیات څه کیدای شي،مونږ په ډرسینګ روم کې هم په دې سره وغږیدو،چې ددغې ټیسټ لوبې بریا مونږ ته ځکه ډیره مهمه ده، چې مونږ نړۍ ته وښیو چې مونږ هم ټیسټ کریکټ په ښه شان سره کولی شو. د ایرلینډ خلاف په تیره ټیسټ لوبه کې هم،مونږ خپله وړتیا وښوده.))

د یادونې وړ ده چې افغانستان په ټیسټ لوبه کې بنګله دېش ته په خپل کور کې د ۲۲۴ منډو په توپیر ستره ماتي ورکړه او په دې بري سره یې د اسټرالیا لوبډلې اوږدمهاله هغه ریکارډ چې په کمو ټیسټ لوبو کې یې زیاتې بریاوې خپلې کړي وي مساوي کړ.

افغاستان په درې ټیسټ لوبو کې دوه بریا،دغه شان اسټرالیا هم هغه وخت په درې ټیسټ لوبو کې دوه بریاوې خپلې کړي وې.

عزیزي

Your SEO optimized title page contents