fbpx

سریلانکایي لوبغاړو یو ځل بیا پاکستان ته د ورتللو انکار وکړ

خبریال وېبپاڼه / ۱۰ سپټمبر ۲۰۱۹ – د پاکستان کریکټ بورډ هيله ښودلي وه چې د سریلانکایي لوبغاړو په ورتګ سره به یو ځل بیا نړیوال کریکټ پاکستان ته سر ورښکاره کړي.

خو د دوی دا هيلې له هغې وروسته په ناامیدۍ بدلې شوې چې تر لسو زیاتو مشهورو سریلانکایي لوبغاړو پاکستان ته له تللو انکار وکړ.

پهې لسو لوبغاړو کې د سریلانکا لوبډلې د شل اوریزو لوبو کپتان لاسیت مالینګا، ډایموت کاروناراتنی، پخوانی کپتان انجلیو میتوس، دانش چنډیمل، سورینګا لکمل تیسارا پریرا، اکېلا ډننجایا، کوسل پریرا، ډننجایا ډی سیلوا او نیروشن ډېکويلا شامل دي.

له دې وړاندې د سریلانکا سپورټ وزیر د بي سي سي سینهیلا نیوز سره په مرکه کې تایید کړي وه چې ځینې سینیئر لوبغاړي پاکستان ته د تللو زړه په دې نه ښه کوي،چې کورنۍ یې ورته د سفر اجازه نه ورکوي.

تېره میاشت پاکستان کریکټ بورډ خبر ورکړی و،چې د سریلانکا امنیتي حالتو څیړونکي ټیم د پاکستان امنیتي حالت له نږدې څیړلي او د امنیت ډاډ یې ورکړی،.خو داسې ښکاري چې سریلانکا کریکټ بورډ به تش په نوم نمایشي لوبډله چې د سریلانکا ملي لوبډلې لوبغاړي به پکې شتون ونلري،پاکستان ته ولیږي.

د یادونې وړ ده چې په ۲۰۰۹ کال په مارچ میاشت کې په لاهور ښار کې په سریلانکایي لوبغاړو د خونړي برید وروسته چې شپږ سریلانکایي لوبغاړي پکې ټپي شول،هيڅ خارجي لوبډله د ورتګ زړه نه ښه کوي.

دا ځلې د سریلانکا کریکټ بورډ لخوا پاکستان ته د دورې کولو یا نه کولو، واک سریلانکايي لوبغاړو ته ورکړل شوی وو،چې اکثرو یې رد کړه.

ټاکل شوې تش په نوم تشکیل شوې سریلانکایۍ لوبډله به د درې پنځوس اوریزو او درې شل اوریزو سیالیو لپاره پاکستان ته سفر وکړي.

یادې سیالۍ به د سپټمبر له اوویشتمې نېټې څخه د لاهور په قذافي او کراچۍ لوبغالو کې پیل چې د اکتوبر تر اوومې به دوام وکړي.

له دې وړاندې پاکستان کریکټ بورډ له سریلانکا کریکټ بورډ څخه په پاکستان کې د یوې ټیسټ لوبې د ترسره کیدو غوښتنه کړي وه،خو سریلانکا کریکټ بورډ یې غوښتنه ور رد کړي وه.

عزیزالله عزیزي