fbpx

جلال اباد کې هدفي وژنو ښاريان يو ځل بيا سخت اندېښمن کړي

خبریال وېبپاڼه / ۱۰ سپټمبر ۲۰۱۹ – په جلال اباد ښار کې وروستیو هدفي وژنو چاودنو اختطاف، غلاوو او نورو امنیتي پېښو له امله ښاریان او ولس اندېښمن دی.

د یوې میاشتې راهیسې په جلال اباد ښار او ښار ته څېرمو ولسوالیو کې اووه هدفې وژنې ترسره شوي دي چې د دغو هدفي وژنو په پایله کې یو شمېر علمي کدرونه هم شهیدان شوي دي.

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښارکې تېره شپه شاوخوا اته نیمې بجې هم د روغتيايي کارکوونکو د اتحاديې ریس ډاکتر نوروز شينواري په خپل موټر کې د ځای پر ځای شوي چسپکي ماین له امله شهید شوی دی.

په لوی ننګرهار کې د روغتيايي کارکوونکو د اتحاديې د ریس ډاکتر نوروز شينواري د شهادت له امله نن سه شنبه د جلال اباد په ښار کې ټول طبي سکتور( خصوصي روغتونونه،خصوصی معاينه خانې، درملتونونه،غاښو نو کتنځايونه او لابراتوارونه ) د غمرازي له کبله تعطیل او بند دي. په لوی ننګرهار کې د روغتيايي کارکوونکو ټولنه وايي د طبي سکتور ټولې برخې د بېړنیو واقعاتو پرته نور خدمات نه تر سره کوي.

له دې پېښې وړاندې پرون غرمه هم د جلال اباد ښار د څلورمې حوزې په مربوطاتو کې نامعلومه وسله والو یو تن د ایمل خان په نوم په ډزو وواژه او عاملین یې په تېښته بریالي شو، ویل کېږي چې ایمل خان د ګمرک کمیشنکار په توګه دنده مخ ته وړه.

دوه اونۍ وړاندې هم د جلال اباد ښار په اوومه ناحیه کې د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رٸیس پوهاند مسعود نېکبخت په یوې چاودنه کې شهید شو.

چاودنه د نوموړي پر موټر شوې وه، چې د هغه د زوی په ګډون د پوهنتون دوه نور استادان پکې هم ټپيان وو..

دغه راز څه وخت وړاندې د جلال اباد ښار په زړه چپرهار هډه کې یو ترافیک نامعلومو وسله والو په نښه کړی و، دغه راز په هماغې ورځ د بهسودو پل ته څېرم