fbpx

امریکا د طالبانو پر وړاندې نظامي عملیات ډېروي

خبریال وېبپاڼه / ۱۰ سپټمبر ۲۰۱۹ – امریکایي قومندان جنرال کېنت مکینزي افغانستان ته سفر کړی دی او دلته یې له خپلو ځواکونو سره له نږدې لیدلي دي.

نوموړي د دې سفر پر مهال له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، دي چې طالبان له حد واوښتل نو امریکايي ځواکونه به ددوی پر ضد خپل عملیات ډېر کړي.

د کېنت په خبره امریکايي ځواکونه به عملیات ډېر او پراخ کړي او تر څنګ به یې پر خپلو جنګي پلانونو دقت کوي. هغه زیاته کړې دوی خپلې موخې تعقیبوي او تر دې دمه یې په چارو کې بریالي دي.

کېنت مکینزي زیاتوي، دمګړی د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي نو امریکايي نظامیان به د خپلو پلانونو له مخې د وسله والو پر ضد خپلو جګړو ته ادامه ورکوي.

له دې وړاندې هم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي وو، که طالبان په سمه توګه پرمخ ولاړ نه شي او پرخپلو ژمنو عمل ونه کړي، د امریکا ولسمشر ټرمپ به خپل فشارونه هېڅکله راکم نه کړي.

پومپیو وایي، که طالبان ځینې هغه مسائل لکه اوربند او له افغان دولت سره د خپلمنځي خبرو پیل عملي نه کړي، له دې ډلې سره به هېڅ ډول هوکړه لاسلیک نه شي.

ولسمشر ټرمپ د شنبې په مازدیګر اعلان وکړ، چې د طالبانو د بریدونو له کبله یې له دغې ډلې سره د امریکا د سولې خبرې درولې دي.

د امریکا ولسمشر ویلي و، ټاکل شوې وه چې په ډېوېډ کمپ کې د سولې په تړاو د طالبانو له مشرانو او له افغان ولسمشر سره لیدنه ولري؛ خو په کابل کې د طالبانو د وروستي برید له امله یې، چې د یوه امریکايي سرتیري په ګدون ۱۲ تنه پکې ووژل شول، دغه لیدنه لغوه او د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې روانې خبرې وردولې.

بل پلو طالبانو هم د ولسمشر ټرمپ د پرېکړې په تړاو اعلامیه خپره کړه او ویې ویل، چې طالبان د سولې خبرو ته ژمن دي.

طالبانو په خپله خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې د دغې ډلې اصلي غوښتنه دا ده، چې بهرني پوځیان په بشپړ ډول له افغانستانه ووځي او د لږو بهرني ځواکونو وتل زموږ لپاره د منلو نه ده.

بلخوا افغان حکومت وایي، د سولې په روانه پروسه کې د رامنځته شوي خنډ لامل د افغانانو پر وړاندې د وسله‌والو طالبانو روانه جګړه او تاوتریخوالی دی.

افغان حکومت وایي وایي، چې رښتینې سوله هغه وخت راتلی شي چې طالبان افغان وژنه بس کړي، اوربند ته غاړه کېږدي او له افغان دولت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي.