fbpx

ټرمپ د سولې بهير مړ بولي ؛ عامل يې څه دی؟

خبريال ويب پاڼه/ ۱۰ سپټمبر۲۰۱۹- د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو ځل بیا په خپل ځانګړي دود د ټوېټر له لارې د افغان سولې بهیر مړ وباله. دی یې پړه پر طالبانو اچوي چې له تاوتریخوالي نه لاس پر سر کېدل او کابل کې یې وروستي برید سره د ولسمشر ټرمپ د صبر کټوری په مورګو شو. څرګنده ده چې کابل کې وروستی برید د خبرو د لغوه کېدا یوازینی دلیل نه دی، خو بې له شکه چې اغېز یې د پام وړ و. ولسمشر ټرمپ طالب مشرانو او افغان ولسمشر ته امریکا ته د ورتګ بلنه ورکړې وه او غوښتل یې دواړو غاړو سره وروستۍ خبرې په خپله په جلا توګه په کمپ ډوېډ کې وکړي. دا ځکه ولسمشر ټرمپ ته یې شخصي انځور ډېر مهم دی او تل غواړي خلکو ته دا وښېي چې ګواکې سترې معاملې دی په خپله کوي. خو د یوه امریکایي سرتېري له وژل کېدا یوازې څو ورځې وروسته کمپ ډېوېډ ته د طالب مشرانو بلل شوني نه و. د سولې تړون وروستۍ شوې مسودې په تړاو امریکا کې د اجماع نه شتون هم د ولسمشر ټرمپ له دغه ګام سره مرسته کړې خو له سیاست، ډیپلوماسۍ او د خبرو اترو له هنره د طالبانو ناخبري د سولې د بهیر په لغوه کېدو کې بنسټیز رول ولوباوهٔ.

د طالبانو اشتباهات (تېروتنې):

د طالبانو لومړۍ اشتباه دا وه چې هڅه یې وکړه ځان فاتح څرګند کړي. ان امریکایي مرکچیانو ځینو رسنیو ته د دوی چلند د بې ادبۍ وباله او اندېښنه یې څرګنده کړه چې د افغانانو خپلمنځۍ ناسته کې به یې ژبه او کړه وړه لا ناوړې وي.
.
د سولې په خبرو کې نرمښت، انعطاف او تېرېدنه د بري لومړی شرط وي. ځکه د ډیپلوماسۍ پوهان وایي د خبرو د میز تر شاه ناست او پر ګټو چنه وهل داسې وي لکه دوه کسان چې یو تار خپل لوري ته کېکاږي. د دوی په وینا که دواړه غاړې یې په پوره زور خپل لوري ته کشوي نو تار شلېږي. هوښیار هغه دی چې کله ګوري بله غاړه تار کشوي نو لږ یې پرېږدي او چې بیا یي موقع ومونده بېرته یې ځان لوري ته راکېکاږي. طالبان له خپلو شرطونو هېڅ شاته نشول، نه یې اوربند ومانه او نه له افغان حکومت سره خبرې.

بل سیاست کې انځور او شهرت ډېر مهم وي. چې په خواشینۍ سره د طالبانو دواړه ښه نه دي. دا خبرې طالبانو لپاره ډېره ښه موقع وه چې د خلکو او نړیوالو په سترګو کې د دوی په اړه شته نظر بدل کړي. نرمښت، ښې ویناوې او د تاوتریخوالي کچې کمول یې ډېره ښه لاره وه. دا د هغې ادعا د ثابتولو ښه فرصت و چې طالبان یې تل کوي، چې وایي جګړه پر دوی تپل شوې. خو دا فرصت له لاسه ووت او خلک په دې باور شول چې طالبان نه دي بدل شوي. د دغه بد انځور په ثابت ساتلو کې ډېر کرېدټ د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال مشر شیر محمد عباس ستانکزي دی، چې له کبر او غرور ډکې ویناوې یې وکولې او د پوځ، پولیسو او د نظام له منځه وړلو خبره یې وکړه. که څه هم طالبانو یې د سمولو هڅې ډېرې وکړې خو زیان اوښتی و. خو د طالبانو د تاوتریخجن انځور پر ځای ساتلو کې د دوی بې دریغو بریدونو بنسټیزه ونډه درلودله.

د امریکا اندېښنې:
امریکا کې هم طالبانو سره د سولې تړون په اړه اندېښنې وې. اصلي دلیل یې دا و چې طالبانو د تاوتریخوالي د ختمولو لپاره د باور وړ
وړاندیز نه درلود. اوربند او افغان حکومت سره ناسته په دې برخه کې اندېښنې کمولی شوای خو طالبان له خپل ځیل شا ته نشول او لامل یې دا شو چې د سولې د تړون مخالفین برلاسي شي.

خو دا هم جوته ده چې د سولې پر بهیر ډېر وخت او سرجینې لګېدلي. داسې هم نشي کېدای چې تل لپاره دې له منځه تللی وي. ښایي دا بهیر د نورو هېوادونو په هلوځلو او منځګړتوب په یوه‌ څه بدلون بیا پیل شي. هیله ده د دې شاهدان اوسو چې ښکېلې غاړې د خبرو نویو پړاوونو کې تېر اشتباهات بیا ځله ونکړي.

خبريال ويب پاڼه

Your SEO optimized title page contents