fbpx

اوربند، بين الافغاني مذاکرات او سوله

خبريال وېبپاڼه/ ۱۰ سېپټمبر ۲۰۱۹ – اګر که د طالبانو او امريکايانو د مذاکراتو په هکله رامنځته شويو وروستي تحولاتو باندې ډېر افغانان خوښ ښکاري، خو زه يې جدي خواشینی کړی يم، دېته خواشینی نه يم، چې د سولې په نامه استخباراتي مرموزه معامله چې د بلې شديدې جګړې بوی ترې راته، شنډه شوه، په دې خواشینی يم، چې زمونږ طالبان وروڼه ولې زرين چانسونه او فرصتونه ضايع کوي؟ يو زرين چانس چې يو پرانيستي چېک ته ورته و، دوی د خپل حکومت په مهال ضايع کړ، بل يې په 2014 کې ضايع کړ، له دې درېيم چانس څخه يې هم مسؤولانه استفاده ونکړه، په دې تړاو ما بنده بار بار د پوسټونو له لارې وېره څرګنده کړې وه، او وېرې مې تحقق وموند.

ستونزه چېرته ده؟
ستونزه ټوله په هغو ګاونډي مشاورينو کې ده چې دوی ته غلطې مشورې ورکوي، د تاريخي تجربو په نوم ورته داسې ناسمې نسخې وړاندې کوي، کومې چې په اوسني حالت کې د هيڅ درد نه دوا کيږي، دغو مشاورينو په طالبانو وروڼو دا منلې چې طالبان په دپلوماسۍ نه پوهيږي، کېدی شي وغولول شي، کېدی شي ممکن امتيازات ترې وتروړل شي، نو لهذا پکار ده چې د دوی واوري.

د ټرمپ ټويټونو ته خوشالي
له بلې خوا هغه افغانان چې د ټرمپ ټويټونو ته خوشالي کوي، هغوی دې په دې پوه شي، چې په امريکا ځان پټوونکی بربنډ دی لکه څنګه چې د مصر پخواني رئيس جمهور حسني مبارک ويلي.
ټرمپ دا مذاکرات زمونږ د سترګو د تور لپاره نه دي لغوه کړي، ټرمپ په کې هغه امتيازات نه ويني، چې د امريکا لپاره يې غواړي، کنه ټرمپ چې د مذاکراتو د لغوې لپاره کوم دليل وړاندې کړی، هيڅ د قناعت او توجيه وړ نه دی.
ټرمپ يو تجار سړی دی، د امريکا د ګټو لېونی دی، په اوږدمهاله سياسي پلانونو او اوږدو ستراتېژيو ډېر سر نه ګرځوي، اقتصادي ګټه او تاوان ارزوي، د يو يو ډالر محاسبه کوي، امريکايي انتخابات يې په مخکې دي، له هر ډول وسيلې کار اخلي چې بيا انتخاب شي، ولو که دغه وسيله زمونږ د کاملې بربادۍ لامل شي، د هغه لپاره بې تفاوته ده، هغه هيڅکله زمونږ له غمه نه دی مړ، نو د ټرمپ په کارونو مه باور لرۍ، او مه پرې خوشالېږۍ.

د طالب پلوو غرور
د امريکانو سره د مذکراتو هم مهال په سوشل ميډيا کې د طالب پلوو، په ليکنو او څرګندونو کې ښکاره غرور، تکبر او تهديدونه تر سترګو کېدل، دا ښه کار نه و، دوی دا کار د چا په ډاډ کاوه؟ او د چا په وړاندې يې کاوه؟ د ټرمپ سره د معاملې په ډاډ، او د خپلو افغانانو په وړاندې، متأسفانه دا کار د ځينو داسې خلکو له خوا هم کېده چې په دوی کې د معقوليت تر ټولو لويه تېږه ځان ته ږدي، دا ښه کار نه و، تکبر يواځې د الله تعالی ذات سره ښايي، د مؤمن صفت دا دی چې د مسلمانانو لپاره ځان ټيټوي، ترحم پرې کوي، خو د کافرانو په وړاندې عزيز او شديد وي، خو دلته کيسي سرچپه دي.

طالبانو ته پيغور
ډېر افغانان طالبانو ته د مذاکراتو د ناکامۍ پيغورونه ورکوي، خپل افغان ورور ته پيغور ورکول ښه کار نه دی، افغان ورور ته بايد خپلې غاړې خلاصې ولرو، د روغبړ لاسونه ورته غځيدلي وساتو، د فاصلو د اوږدولو په ځای بايد د فاصلو د لنډولو په لټه کې شو، مونږ څوک يو او دوی څوک دي؟
طالبان افغانان دي، د دې وطن خلک دي، اکثريت يې وطندوسته دي، وي به په کې ځينې چې نورو پسې تړلي دي، کوم چې د خپلو شخصي ګټو لپاره وطن او ولس لاهو کوي، له دې تهمته دلته يو ګوند او حرکت هم نه دی خلاص، که څوک ترې خلاص وي نو ويې ښيۍ، طالبان له خپلو هغو خلکو بد وړي، چې نورو سره به يې د وطن او ولس په تاوان تارونه غځول.

صفري او حذفي سياست
ستونزه دا ده چې طالبان چې کوم صفري سياست مخ په وړاندې بوځي، دوی خپله له هر چا مخکې د همدغه صفري سياست قرباني کيږي، هو، دوی کې وطندوستي شته، ازادي غواړي، خو د دوی خپل سياست د دوی پښې تړي، دوی په لا ارادي ډول د نورو د ګټو او د خپل ځان او خپل وطن په تاوان تماميږي؛ ځکه خو د دوی جګړه د بل جګړه متصور کيږي، د دوی ګټه او کاميابي د بل ګټه او کاميابي ګڼل کيږي، او حقيقت هم همداسې دی، دا خبره زه نه کوم، د احمد موفق زيدان غوندې کس يې کوي، چې هم له القاعدې سره نږدې پاتې شوی، هم له طالبانو سره، او هم د ګاونډيانو له مهمو مسؤولينو سره، او تر دې لحظې له دغو درېواړو کلکه دفاع هم کوي (ليکنه يې لاندې تبصره کې وګورۍ).

د طالبانو او امريکايانو د مذکراتو لوی اعلان شوی هدف څه و؟
د طالبانو تر ټولو لوی هدف د بهرنيانو ويستل و، افغان حکومت له پامه غورځول او يواځې امريکايانو سره په مذاکراتو د ټينګار وجه يې همدغه هدف ښوده، دوی هيله لرله، چې په دغه کار به له امريکا هغه څه تر لاسه کړي، چې د افغان حکومت سره په ناسته کې يې نشي تر لاسه کولی، خو داسې ونشول.
ځکه د دوی د تړون د ځينو رابرسېره شويو خبرو ښکاري، چې د ډېرو کيسو د ابهام تر څنګ حتی د 9000 امریکايي ځواکونو د وتلو کيسه هم مبهمه وه، دا 5000 چې وتل، هغه هم د دې لپاره چې ټرمپ خپلې خرچې کمې کړي، بلکه دا يې هم ويل که چېرې حالات زمونږ په طبيعت برابر ونه څرخيږي، دا 5000 هم نه باسو، دا به په ځای پرېږدو چې بايد دا ډول تړون هيڅ مرموز او سري نه وی، بلکه د يو سرتاسرې اوربند په وجود کې د افغان ولس بحث او مناقشې ته وړاندې شوی وی، غونډې پرې شوي وی، جرګې پرې کښيناستلي وی، په اړه يې د افغان ولس مشورې اورېدل شوي وی، دا تړون د سولې تړون نه و، بلکه يوه پټه استخباراتي معامله وه، چې د افغان ولس خير په کې نه ليدل کېده.

ټرمپ ولې مذاکرات لغوه اعلان کړل؟
ټرمپ چې دغه مذاکرات پرته د کوم معقول سببه لغوه اعلان کړل، ښکاره خبره ده چې ټرمپ اضافي امتيازات غواړي، له بله اړخه طالبان ډېر حريص او لېواله و، چې دا توافق امضاء شي، ټرمپ طالبانو ته د سپتمپر لومړۍ نېټه په تهديدانه لهجه ټاکلې وه، او تر دغې نېټې طالبانو هر څه سرته ورسلو، اوس که بيا طالبان او ټرمپ تارونه غځوي، نو واضح خبره ده چې طالبان به د ټرمپ لږه يا ډېره برخه امتيازات په ځان مني، او دغه منل به ضرور د ګران وطن افغانستان او زمونږ د ولس په تاوان وي، نو آيا تر دې به دا ښه نه وي، چې امريکايانو ته د دغو امتيازاتو د ورکړې په ځای طالبان افغان دولت له ځانه انعطاف وښيي، او بين الأفغاني سولې لپاره ته تنازلات وکړي، ولس يې په دې کې ملګری دی چې د يو معقول مهالوېش له مخې دې د بهرني ځواکونو د وتلو غوښتنه په خپلو شرايطو کې ولري.

په قطر باور
د امريکايانو سره د مذاکراتو لپاره قطر مناسب ځای نه و، قطر کې د امريکايانو دوه لويې هډې دي، قطر له نږدې څو کلونو راهيسي د ځينو خليجي وزن لرونکو هېوادونو سره په تربګنۍ اخته دی، قطر ته د افغانستان مساله او افغان دومره مهم نه دی، څومره چې ورته ځان ځلول مهم و، د دې ځان ځلولو په خاطر قطريانو په مذاکراتي بهير له کلونو راهيسې په مليونونه ډالر خرچه کړل، خو نتيجه يې دغه شی راووته، چې د طالبانو مشران ممنوع الخروج اعلان شول، او ځينې سرچيني وايي، چې د درې کسانو په هکله قطر ته امر شوی، چې ژر تر ژره له قطر څخه وويستل شي، او پاتې نور امريکايان له قطر سره خپل شمېرلی امانت ګڼي.
پکار دا وه چې دا مذاکرات يو داسې وزن لرونکي اسلامي هېواد کې شوي وی، چې د اسلامي او انساني ورورګلوۍ او همدردۍ له مخې يې له افغانانو سره کومک کولی، نه د ځان ځلولو په خاطر، يا د خپلو رقيبانو د سوځولو په خاطر.

د ستونزو څخه د وتلو يواځینۍ لار
له دې ستونزو څخه د وتلو لپاره يواځينۍ لاره دا ده چې طالبان له صفري او حذفي سياست څخه لاس واخلي، د خپل پخواني امارت خوبونه هېر کړي، او په افغان سياست کې د نورو سياسي لوبغاړو تر څنګ ځان د يو مهم سياسي لوبغاړي په حيث قبول کړي.
بالمقابل حکومت او حکومت پلوي که چېرې حقيقي سوله غواړي، هغوی دې هم د حذ‍ف صفري ذهنيت کاملا له منځه يوسي، دواړه اړخونه بايد بين الأفغاني مذاکراتو ته تياری وښيي، او افغانان خپلو کې سره کښيني.

سوله او اوربند
د بين الأفغاني ناستې لپاره يو متکامل سرتاسري اوربند ته شديده اړتيا ليدل کيږي، په اوربند باندې د ټول افغان ولس اجماع ده، ټول افغانان يې غواړي، که دا کار وشي ستونزې به ډېرې ژر حل شي، که کوم اړخ زياتی کوي، ولس ته به شرمنده شي، ولس به پرې فشار واچوي، د دواړو اړخونو قرباني به يواځې د افغان ولس او افغان وطن په ګټه تمامې شي، طالبان به د يو مهم محوري سياسي حرکت په توګه په وطن کې خپل وجود تثبيت کړي، او د دښمنانو خوارۍ به مو سيند يوسي.

د مذاکراتو لپاره مشروع ادرس
طالبانو ډېر کوښښ وکړ، چې د مذاکراتو په بهير داسې خلک را ګډ کړي، چې د ولس له نظره لويدلي دي، د اکسپاير شويو لنډغرو په نظر ورته ګوري، طالبانو دا کار د دې لپاره کاوه، چې حکومت د دوی په وړاندې يواځينی حيثيت لرونکی طرف نه وي؛ ځکه دوی يې مشروعيت نه مني، خو واقع دا ده چې حکومت د تعامل لپاره يواځینی واقعي طرف دی، نور طرفونه چې طالبان يې را ژوندي کول غواړي، مړه دي، اثر نلري؛ لهذا دوی بايد دا ومني، چې د دوی خبره يواځې له افغان حکومت سره ده، د مشروع مذاکراتو لپاره يواځينی ادرس يواځې افغان حکومت دی او بس، دوی په دې خبره پوه هم دي، خو اعتراف پرې نه کوي، دا چې دوی يې مشروع بولي او که نه، دا بېله خبره ده.
انتخابات او سوله
اوس افغان ولس انتخابات په مخکې لري، پکار ده چې د يوعمومي اوربند سره هم مهال د بين الأفغاني سولې خبرې جريان پيدا کړي، که چېرې طالبان او حکومت ژر توافق ته ورسېدل؛ نو انتخابات دې وځنډول شي، کنه خلک دې پرېښودل شي چې په آزادانه ډول خپله رايه وکاروي، انتخابات له سولې سره هيڅ تضاد نلري، له انتخاباتو وروسته حکومت سره دې خبرې وِغځول شي، مسايل دې روښانه او معلن وي، ولس له جنګه ستړی او د سولې تږی دی، خامخا به د عادل لاس او د سرکش مخه نيسي.

توصيه
نو راځۍ، پيغورونه سره پرېږدو، يو بل ته ځانونه نږدې کړو، فاصلې سره لنډې کړو، زمونږ د ورورۍ په وړاندې پورته شوي دېوالونه ونړوو، يو بل ته زړونه صفا کړو، يو بل ته لاسونه ورکړو، له يوه بل سره مينه وکړو، يو بل ومنو، يو بل وزغمو، همدا زمونږ د نجات او عزت لاره ده، په همدې هيله.

ليکوال: مولانا سراج الحق هاشم

Your SEO optimized title page contents